BBC
 شاته

وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو لخوا د ملکي خلکو ځورونې شکایتونه

ځايي اوسېدونکو ویلي د پوځیانو چلند له سپکاوي ډک و او لسګونه کسان یې ونیول. د انځور حقوق Getty Images
Image caption ځايي اوسېدونکو ویلي د پوځیانو چلند له سپکاوي ډک و او لسګونه کسان یې ونیول.

د شمالي وزیرستان یو شمېر اوسېدونکي وايي که په سیمه کې یې چاودنه وشي، یا برید وشي، ځمکه پرې تنګه شي، سزا ورکول کېږي او سپکاوی ورته کېږي.

پر خواله رسنیو او د ځايي سیاستوالو تر څنګ یو شمېر مشهورو شخصیتونو هم ویلي، څو ورځې مخکې سیمه کې پر پوځیانو برید شوی و او له هغه وروسته ګڼ شمېر پوځیان سیمې ته ورغلل.

دوی وايي، پوځيانو ځايي اوسېدونکي له کورونو وایستل، ښځې، ماشومان یې یوه لور ته کړل او سړي یې بل لور ته. د دوی وینا ده چې د پوځیانو چلند له سپکاوي ډک و او لسګونه کسان یې ونیول.

د پاکستان د بشري حقونو د ادارې پخوانی مشر او د عوامي نېشنل ګوند مشرتابه یوه غړي افرسیاب خټک په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، د شمالي وزیرستان خلک لومړی بې کوره کړل شول او اوس یې سپکاوی کېږي.

هغه وايي:

''حکومت باید شمالي وزیرستان کې د بشري حقونو پر موضوع خپله ارزونه وکړي، چې تر اوږدې مودې یې د دغې سیمې خلک ترهګرو ته پرې ایښي وو، بیا یې کورونه او دکانونه تالا شول او اوس یې سپکاوی کېږي. ''

د دغو نیوکو لامل د امنيتي ځواکونو هغه رویه بلل کېږي، چې دوې ورځې مخکې میرانشاه ته نژدې یې پر پوځیانو له برید وروسته له ځايي خلکو سره کړې.

یو شمېر ځايي اوسېدونکي وايي، له چاودنو یا بریدونو وروسته پر ګرځېدو بندیز لګول کېږي او کلیوال خلک وهل ټکول کېږي.

د انځور حقوق AFP
Image caption شمالی وزیرستان کې ۲۰۱۴ کال کې پوځي عملیات پیل شوي وو او دوه کاله وروسته وویل شول، چې ډېری وسله وال سخت دريځي له سیمې شړل شوي او یا وژل شوي دي

له هغې پېښې درې ورځې تېرې دي، خو سیمه کې ګرځبندیز لا هم شته. مدافع وکیل محسن چې د شمالي وزیرستان درپه خېلو اوسېدونکی دی، په یوې خبري غونډې کې وویل که په سیمه کې د لاسي بم چاودنه وشي یا ماین وچوي، ټوله سیمه محاصره کېږي، خلکو سره له سپکاوي ډک چلند کېږي او غوښتنه ترې کېږي، چې باید بریدګر امنیتي ځواکونو ته وسپاري.

هغه وايي:

''څو ورځې مخکې پر امنیتي ځواکونو برید وشو، څو دقیقې وروسته ځواکونه سیمې ته ورغلل، خلک یې له کورونو بهر کړل، ټوله شپه یې په سخته یخنۍ کې بهر درولي وو او وروسته یې کورونه تالاشي کړل. ''

نوموړي ادعا کړې، چې له ټولو خلکو سره چې سپین ږیرې هم په کې شامل دي د مجرمانو په څېر چلند شوی دی. د سیمې یو شمېر ځوانانو ویلي، د ضرب عضب په نامه د پاکستان امنیتي ځواکونو له عملیاتو وروسته هم په سیمه کې ناامني شته او د ناامنۍ له پېښو وروسته ځايي خلکو سره نامناسب چلند کېږي.

وزیرستان: پر پوځیانو برید کې مرګژوبله اوښتې

''وزیرستان کې پر موسیقۍ او اتڼ بندیز''

له شمالي وزیرستان نه د بې ځایه شویو احتجاج

د نیشنل یوت ارګنایزیشن نومي سازمان مشر محسن دوړ وايي، پر پوځيانو بریدونه غندي او د پوځ قربانیو ته درناوي کوي.

چارواکي بیا وايي په سیمه کې پر پاکستاني پوځیانو له بریدونو وروسته له ځايي خلکو ځکه پوښتنې ګروېږنې کېږي، چې مشکوک بریدګر وموندل شي.

د ملي ځوانانو په نامه د سازمان مشر محسن دوړ وايي، د امنیت ټول واک د پوځ لاس کې دی او که څوک ورته مشوک ښکاري باید هغه ونیسي، خو دا مناسب نه ده، چې ټولو خلکو سره سپک چلند وشي.

نوموړی وايي درې نیم کاله د سیمې خلک درپه در وګرځېدل، خو اوس چې خپل کور کلي ته تللي، حالت هماغسې دی، چې و.

نوموړی وايي، ویل کېدل چې سیمه له مایونو پاکه شوې ده، خو اوس هم چاودنې کېږي، د سړک غاړو ته په لاس جوړ شوي ماینونه ځای پر ځای کېږي او ملکي خلک په کې مري.

د انځور حقوق JOHN MOORE
Image caption ځايي اوسېدونکي وايي له چاودنو یا بریدونو وروسته پر ګرځېدو راګرځېدو بندیز لګول کېږي او کلیوال خلک وهل ټکول کېږي.

شمالی وزیرستان کې ۲۰۱۴ کال کې پوځي عملیات پیل شوي وو او دوه کاله وروسته وویل شول، چې ډېری وسله وال سخت دريځي له سیمې شړل شوي او یا وژل شوي دي. وروسته په تدریجې ډول بې ځایه شویو خلکو ته اجازه ورکړل شوه، چې خپل کور- کلي ته ستانه شي.