BBC
 شاته

ولسمشر غني د برېښنایي تذکرو د وېش غوښتنه کړې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له دې وړاندې هم څو ځله د برېښنایي تذکرو ویش خبره شوې، خو د یو شمېر سیاسي مخالفتونو او فشارونو له امله یې مخه ډب شوې ده.

د افغانستان د وګړو د احوالو د ثبت مرکزي اداره وایي، ولسمشر محمد اشرف غني غوښتنه ترې کړې چې ژر تر ژره د برېښنایي تذکرو د وېش لړۍ پيل کړي.

د دغې ادارې مشر همایون محتاط بي بي سي ته وویل، دوی پتیلې چې راتلونکې اونۍ، ولسمشر ته د تذکرې په ورکړې سره دغه لړۍ په رسمي توګه پیل کړي.

له دې وړاندې هم څو ځله د برېښنایي تذکرو ویش خبره شوې، خو د یو شمېر سیاسي مخالفتونو او فشارونو له امله یې مخه ډب شوې ده.

ښاغلی محتاط وايي، راتلونکې اونۍ به په ارګ کې ولسمشر، د هغه مرستیالانو او اجرائيه مشر ته د تذکرو په ویش سره رسماُ دغه لړۍ پیل کړي:

''راتلونکې اونۍ مونږ د ولسمشر له دفتر سره په همغږۍ په دې فکر کوو چې د تذکرو وېش ته کومه نېټه مناسبه ده، مونږ هڅه کوو چې د تذکرو د وېش سیستم چمتو کړو، خپله ولسمشر لارښونه کړې چې باید لومړی هغه ته تذکره ورکړو، مونږ نه غواړو دې بهیر کې نورځنډ رامنځ ته شي ''

د برېښنایي تذکرو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان د ولسي جرګې لخوا له ردېدو وروسته اوس د ملي شورا د دواړو جرګو په یوه ګډ کمیسیون کې تر بحث لاندې دی.

مشرانو جرګې په پېژندپاڼه کې 'افغان' کلمه راوړل تایید کړل

افغانان به ژر د برېښنايي تذکرو څښتنان شي

په دغه کمېسیون کې اته د ولسي جرګې او اته د مشرانو جرګې غړي برخه لري.

ولسمشر په خپل تقنیني فرمان کې لیکلي و چې تذکرو کې د افغان او اسلام پر کلمې سربېره باید د ملیت یا قومیت کلمه هم ځای شي، خو ولسي جرګې دا فرمان رد او بیا څه موده وروسته مشرانو جرګې تایيد کړ.

د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځی وایي، د ولسي جرګې د غړو اختلاف پر افغان او اسلام کلمې نه و، بلکې د ده په خبره ډېری د ملیت لیکلو مخالف وو چې د رایو تله یې هم درنه شوه.

ښاغلي ځاځي له بي بي سي سره په خبرو کې هیله وښوده چې د ملي شورا ګډ کمېسیون به راتلونکې دوشنبه دغه فرمان په هغه ډول تائید کړي چې ولسمشر یې غوښتنه کوله.

ښاغلی ځاځی پر دې ډاډه دی چې په ګډ کمېسیون کې داسې وکیلان او سناتوران سره غونډ شوي چې ملي ګټو او ملي ارزښتونو ته درناوی لري.

د افغانستان د وګړو د ثبت اداره وایي، که چېرې د ملي شورا ګډ کمېسیون د ولسمشر په فرمان کې کوم بدلون هم راولي، دوی یې پرېکړې ته درناوی کوي او د تذکرو طرحه به هم په هماغه ډول جوړه کړي.

په برېښنایي تذکرو کې همدغه د افغان، اسلام او ملیت کلمې لیکل هغه څه دي چې په ظاهره یې د دغه بهیر د پيلېدو مخه تراوسه نیولې ده.

تېر کال د برېښنایي تذکرو ډېری مسلکي کارکوونکي د بودیجې د نشتوالي له امله له دندو لاس په سر شول، خو دغې ادارې سږ کال د اداري اصلاحاتو کمېسیون له لارې بېرته یوشمېر کارکوونکي په دنده وګومارل. دغه اداره وایي، دوی دا مهال له تخنیکي او د بشري سرچینو له پلوه د تذکرو ویش ته بشپړ چمتوالی لري.