BBC
 شاته

ټي۱۰: پښتون لوبډلې مراتا اربینز لوبډلې ته ماتې ور کړه

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption پښتون لوبډلې مراتا اربینز لوبډلې ته ماتې ور کړه

پښتون لوبډلې د لس اوره کرېکټ د ټورنمنټ د پیل په لومړۍ ورځ خپلې سیالې لوبډلې مراتا اربینز لوبډلې ته په ۲۵ منډو ماتې ور کړه.

د لوبې پچه مراتا اربینز لوبډلې وګټله او پښتون لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ور کړه.

پښتون لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سیالې لوبدلې ته د ۱۲۲ منډو هدف ور کړ.

مراتا اربینز لوبډلې په لسو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ایله ۹۶ منډې وکړې او ور کړل شوي هدف ته ونه رسېده.

شاهد اپریدی د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو. نوموړي د اربینز لوبډلې درې ټوپوهونکي پرلپسې وسوځول او هټریک یې وکړ.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption شاهد اپریدی د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د پښتون لوبډلې لپاره افغان توپوهونکي نجیب ځدراڼ په ۵ توپونو ۹ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د ټي ۱۰ کرېکټ لوبو ټورنمنټ د ډیسمبر په ۱۴ مه د دوبۍ په شارجه لوبغالي کې پیل شوی دی.

تېره ورځ یې دوه لوبې وشوې چې لومړۍ يې د کیریلا کینګز او بنګال ټایګر لوبډلو ترمنځ او دویمه یې د پښتون او مراتا اربینز لوبډلو ترمنځ وه.

په لومړۍ لوبه کې کیریلا کینګز لوبډلې و بنګال ټایګر لوبډلې ته په ۱۲ توپونو او اتو لوبغاړو ماتې ور کړه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کیریلا کینګز لوبډ‌لې بنګال ټایګرز لوبډلې ته ماتې ور کړه

د لوبې پچه کیریلا کینګز لوبډلې وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.

بنګال ټایګر لوبډلې په لسو اورونو کې د یوه لوبغاړي په سوځېدو کیریلا کینګز لوبډلې ته د ۸۶ منډو هدف ټاکلی و.

د کیریلا کینګز لوبډ‌لې وکولی شول ور کړل شوی هدف په اتم اور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاول سټرلینګ په ۲۷ توپونو ۶۷ ناسوځېدلې منډې وکړې

د لوبې غوره لوبغاړی د ایرلنډ لوبډلې الراونډر لوبغاړی پاول سټیرلینګ وټاکل شو.

نوموړي د کینګز لوبډلې لپاره په ۲۷ توپونه ۶۷ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

په کیریلا کینګز لوبډله کې دوه افغان ورو توپ اچوونکي، مجیب ځدراڼ او زهیر خان هم ولوبېدل.

مجیب ځدراڼ یو اور وکړ ۱۵ منډې یې ور کړې او یوه لوبغاړې یې له مخې لرې کړ، خو زهیر خان بیا په یوه اور کې ۱۱ منډې ور کړې خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مجیب ځدراڼ د سیالې لوبدلې یو لوبغاړی وسوځاوه

په ټي ۱۰ لوبو کې هر توپ اچوونکی دوو اورونه کولی شي.

ټي۱۰ لوبې د کرېکټ په مروجه لوبو کې تر ټولو لنډمهالې لوبې دي. د لس اوره لوبو د پیلېدو موخه د لوبې د مهال کمول ښودل شوي دي.

د سرچینو په خبره، تر ټي ۱۰ وړاندې د کرېکټ د لوبو لنډ زماني فارمټ د ټي ۲۰ لوبو هغه و چې لږ تر لږه به یې ۳ ساعتونه وخت نیوه، خو د ټي۱۰ لوبو په راتګ سره به دغه مهال ۹۰ دقیقو ته را ټیټ شي.

د ټي ۱۰ کرېکټ په سږني لیګ کې ټولټال ۶ لوبډلې چې کیریلا کینګز او مراتا اربینز یې د هندوستان، پښتون او پنجاب لیجنډز یې د پاکستان او بنګال ټایګرز او (ټیم سریلانکا کرېکټ) لوبډلې د بنګله دېش په استازولۍ د دغه لیګ د اتلولۍ لپاره سیالۍ کوي.

* کرېکټ: افغانستان او هندوستان لومړنۍ ټېسټ لوبه کوي

* د کرېکټ د دریو لوبو لړۍ ایرلنډ وګټله

* محمدنبي عیسی خېل په بېګ باش لیګ کې واخیستل شو