BBC
 شاته

''میانمار کې نژدې ۷ زره روهينجيا مسلمانان وژل شوي''

د بې پولو ډاکټرانو نړيواله اداره، ميډيسان سان فرانټيېر، وايي باور کوي شاوخوا ۶۷۰۰ روهينجيا مسلمانان وروسته له هغه يوه مياشت کې وژل شوي، چې تېر اګست ميانمار کې پوځي عمليات پيل شول. دغه شمېرې له هغې نظرپوښتنې او ارزونې سره تړلې، چې بنګله دېش ته د ورتښتېدلو کډوالو ترمنځ شوې ده. دا له هغې شاوخوا ۴۰۰ رسمي شمېرې ډېره لوړه ده، چې د برما چارواکو خپره کړې ده.