BBC
 شاته

څه مو د بلې ژبې زده کړې ته هڅوي؟

له نړيوال کېدو، د ژوند، اقتصاد او سوداګرۍ غوړېدو سره د ولسونو او کلتورونو ترمنځ پولې او کرښې تر ډېره کمې شوې، او ځينې سيمو او ځايونو کې بيا ان له منځه تللې دي.

د خلکو ترمنځ نژدېوالي يو ګام هم د ژبو زده کړه ده، د بلې ژبې زده کړه او پرې خبرې د خلکو ترمنځ د پولو او هم پوهاوي کې د خنډونو له منځه وړلو کې مرسته کوي. څېړنو ښوولې چې د نورو ژبو زده کړه، او پرې پوهېدا ان د ذهن او مغز غوړېدو کې هم رول لري.

افغانان او پښتانه چې له خپل ټاټوبي لرې د نړۍ لروبر تللي، د ځايي ژبو په زده کړو يې پيل کړی او ځينو ځايونو کې یې ان خپله ژبه نوروم ته ورښوولې ده. ستاسې غږ کې نن د بلې ژبې پر زدکړې خبرې کوو، دا چې څه مو د بلې ژبې زده کړې ته هڅوي؟