BBC
 شاته

ماینونه هره میاشت نژدې ۱۰۰ افغانانو ته تلفات اړوي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مسوولان وايي، اوس د افغانستان ۸۰ سلنه خاوره له هغو ماینونو پاکه شوې، چې د شوروي اتحاد یرغل پر مهال تر ځمکه لاندې شوي وو.

د ماینونو تلفاتو په اړه معلومات خپروونکې موسسې 'له ماینونو اغېزمن افغانان ' په وینا افغانستان کې هره میاشت نژدې ۱۰۰ کسانو ته د ماینونو چاودنو کې مرګژوبله اوړي.

دغه موسسه وايي، ۲۰۱۶ کال کې د ماینونو چاودنو نژدې ۲۰۰۰ کسان یا وژلي او یا یې ټپیان کړي دي. مسوولان وايي دغه شمېر د وړم کال پرتله ډېر دی. د دغې موسسې مشر اسلام محمدي وايي:

''له بده مرغه د وړم کال پرتله، پروسږ کال ۶۳۳ ډېر کسان ماینونو اغېزمن کړي دي. دا په لاس جوړشوي ماینونه دي، هروخت او هرځای کې چې وغواړي ځای پرځای کېدای شي. د دغو ماینونو ډېری قربانیان د افغانستان په سویلي ولایتونو کې دي.

هلمند کې د مرګ ژوبلې لوی لامل ماینونه دي

د بدخشان له ماینونو 'پاکو' سیمو کې لا هم ماینونه شته

افغان حکومت: طالبانو افغانستان کې نوي ماینونه خښ کړي دي

رسمي شمېرې ښيي، له تېرو پنځو کلونو راهیسې افغانستان کې د نړۍ بل هر هېواد پرتله ډېرو کسانو ته د ماینونو چاودنې له کبله تلفات رسېدل، خو په یمن کې د جګړې له پراختیا وروسته اوس افغانستان دویم ځای لري.

له ماینانو د اغیزمنو افغانانو موسسې مسوولان وايي، اوس د افغانستان ۸۰ سلنه خاوره له هغو ماینونو پاکه شوې، چې د شوروي اتحاد یرغل پر مهال تر ځمکه لاندې شوي وو.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مسوولان وايي هره میاشت نژدې ۱۰۰ افغانان د ماینونو قرباني کېږي