شاته

اته ویشت کلن عبدالقدیر په ویرجنیا کې په اوبو کې ډوب شو

قدیر اته ویشت کلن و او دوه کاله یې کیدل چې متحده ایالاتو ته راغلی و. واشنګټن ډي سره سره نږدې د ریور ډیل په سیمه کې د خپلو ملګرو سره یو ځای اوسیده. د لوی اختر لپاره یې پیسې ټولولې چې کور ته ولاړ شي. د کوټې ملګري یې وایي چې د ډوبید نه یوه اوونۍ مخکې عبدالقدیر ناجوړه و او څنګه چې جوړ شه نو ویل یې " زړه مې ډیر تنګ دی او د مور پلار پسې خفه شوی یم. "

قدیر د خپلو ملګرو سره د ورجینیا ایالت د " ګریټ فالز" سیمې ته د چکر لپاره تللی و او غوښتل چې ولامبي. ملګري یې وایي چې د هغه لامبو وهل نه و زده خو دا چې اوبه ورته لږ ښکاریدې فکر یې کاوه چې آسانه به وي.

د هغه ملګری صمیم چې د ډوبیدو پر وخت کې ورسره وه، امریکا غږ ته یې وویل چې پارک ته د تګ نه مخکې قدیر هیڅ د لامبو نیت نه درلود خو کله یې چې اوبه ولیدلې " جنون پرې راغی."

" د لامبو وهلو په ځای کې تیږې ښوی وې. هغه چې څنګه اوبو ته ښکته شو، پښه یې وښویده او ډوب شو، یو ځل یې لاس پورته کړ او بیا مو نه ولید. هرې خوا مې چغې کړلې او هیڅ مو هم په لاس رانغلل. زه د سیند ښکته خوا ته ولاړم او فکر مې کاوه چې ښایي هغې خوا ته به یې وړی وي خو هیڅ مې هم ونه موندل او بالاخره مې پولیسو ته زنګ وواهه. "

د قدیر مړی درې ورځې په سیند کې ورک او بیا یوې کښتۍ چلوونکي پیدا کړ او پولیسو ته یې وسپاره. سره لدې چې د هغه جسد په اوبو کې دومره زیات خراب شوی چې ډاکټران یې افغانستان ته وړلو سره مخالفت لري خو د قدیر مور ویلي دي چې که یې " د زوی یو هډوکی هم پاتې وي، باید چې افغانستان ته یې یوسي."

په عبدالقدیر خپله کورنۍ دومره ګرانه وه چې حتی افغانستان ته د تلو لپاره چې د ټکټ لپاره یې کومې پیسې راټولې کړې وې، هغه یې هم د خپلې مور د درملنې لپاره خپلې کابل ته ولیږلې.

د قدیر ملګري وایي هغه پلان درلود چې په لوی اختر کې کور ته ولاړ شي

د قدیر ملګري وایي هغه پلان درلود چې په لوی اختر کې کور ته ولاړ شي

قدیر د کابل ولایت د سرای خوجې د سیمې اصلي اوسیدونکی و.

قدیر د سهار لخوا د یوې کمپنۍ سره امنیتي محافظ و او د شپې لخوا به یې ټکسي چلاوه. ملګري یې وایي چې ټولې ګټل شوې پیسې به یې کور ته لیږلې ځکه چې مور یې ناروغه وه او د علاج ټول لګښت یې د همده په غاړه و.

د هغه یو بل ملګری چې دا هم قدیر نومیږي وایي چې د خپل ملګري بستره یې تر اوسه د کوټې نه نده لیرې کړې او هر وخت چې د هغه کالیو ته ګوري، د سترګو نه یې اوښکې راځي.

قدیر وایي هغه د هر چا سره د "خپلې وسې" پورې مرسته کوله.

" زه هغه د شاوخوا یو نیم کال راهیسې پیژنم او په یوه کوټه کې مو سره ژوند کړی. هغه یو متدین او د نیکو اخلاقو خاوند و او د هر چا سره ښه رویه کوله"

د قدیر جسد د مریلنډ ایالت په یو روغتون کې دی او نن د دوشنبې په ورځ به د هغه ځای نه رخصت شي. په ویرجینا، مریلینډ او واشنګټن ډي سي کې میشتو افغانانو افغانستان ته د قدیر د مړي د وړلو او د هغه د کورنۍ سره د مرستې لپاره لاس یو کړی او زرګونه ډالر یې راټول کړیدي.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.