BBC
 شاته

په سعودي عربستان کې پر سینما بندیز لېرې کېږي

ریاض د انځور حقوق AFP
Image caption د ۲۰۱۷ کال د نومبر پر ۲۵ په پلازمېنه ریاض کې د کومېک کان عربیه نندارتون.

سعودي عربستان اعلان کړی چې تر نژدې دریو میاشتو پورې به په دغه هېواد کې د سوداګریزو سینماګانو پر فعالیت بندیز، لېرې کړای شي.

نن دوشنبه د سعودي عربستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خبر پاڼې په خپرولو وویل:"وروسته له ۳۵ کلونو د لومړي ځل لپاره به تجارتي سینماګانې اجازه ولري چې د ۲۰۱۸ زېږدیز کال له لومړیو په فعالیت پیل وکړي."

د ۱۹۸۰ لسیزې په لومړیو کې محافظه کارانو اسلامي هویت او فرهنګ ته د ګواښ له وېرې سینماوې وتړلې.

څو میاشتې وړاندې د سعودي عربستان لوی مفتي د سینماګانو د پرانستل کېدو په صورت کې د "فساد او انحطاط"خبرداری ورکړی و، خو داسې ښکاري چې د سعودي پاچاهۍ پر پرېکړې یې اغېز نه دی کړی.

سینماګانو ته د کار اجازه د هغو نویو ټولنیزو، فرهنګي او اقتصادي بدلونونو یوه برخه ده چې د سعودي ۳۲ کلن ولیعهد محمد بن سلمان تر نظر لاندې پلي کېږي.

دی په سعودي عربستان کې د اصلي "اصلاحاتو"په انځور بدل شوی دی. په تېرو څو میاشتو کې په دغه هېواد کې د یو لړ فرهنګي او ټولنیزو بدلونونو خبرونه خپرېږي چې ښځو ته د موټر چلولو د اجازې ورکړه یې تر ټولو ډېر پام ځان ته ور واړاوه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د اکتوبر په میاشت کې په ریاض کې د فلم یو لنډ فستیوال ترسره شو چې ګڼ شمېر ښځو پکې ګډون کړی و.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې له دغه اقدام سره به ډېرو خلکو ته د کار موقع هم برابره شي چې د هېواد له اقتصاد سره به مرسته وکړي.

د سعودي عربستان دولت وړاندوینه کړې چې تر ۲۰۳۰ کاله به تر ۳۰۰ ډېرې سینماګانې چې د پردو ټولیز شمېر به یې ۲۰۰۰ ته رسېږي په دغه هېواد کې فعالې شي.

دا وړاندوینه هم شوې چې تر هغه مهاله به په دغه صنعت کې ۳۰ زره دندې وي او د سعودي عربستان په اقتصاد کې به د سینما ونډه ۹۰ میلیارد سعودي ریال (۲۴ میلیارد ډالر) ته ورسېږي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
له پرله پسې هلو ځلو پايله کې به د سعودي عربستان ښځې اوس ګاډي چلولی شي.