BBC
 شاته

د بیت المقدس برخلیک پر ټوکېدلی کرکېچ

برسلز کې يې د کتنې پر مهال پر مخونو موسکا، خو اروپايي ټولنې د بينيامين نتنياهو دا غوښتنې رد کړې چې د امريکا پر پله پل کېږدي، او بيت المقدس د دوی د پلازمېنې په توګه وپېژني.

اسراییلو او اروپایي ټولنې د ډونلډ ټرمپ هغې پريکړې سره موافقه نه ده کړې چې بیت المقدس دی د اسراییلو د پلازمېنې په توګه وپېژني. د اسراییلو لومړي وزیر نن په بروکسل کې وینا کې وویل چې اروپایي هېوادونه دې خپل سفارتونه بیت المقدس ته ولېږدوي خو د اروپایي ټولنې د تګلارې مشرې يې بيادا خبره رد کړه.