يوناني او د ګياوو درمل اوس هم مینه وال لري
طبابت او روغتيا پالنه کې له پرمختګ سره سره اوس هم ډېر افغانان د ګیاوو درمل کاروي.
ځینې یې د ټیټې بیې او ځینې یې هم د تاوان نه لرلو په موخه ورته مخه کوي. بل پلو د افغانستان روغتیا وزارت وايي هڅه کوي یونانی درمل او ډاکټران یې په یو ځانګړي چوکاټ کې ځای کړي.
هربل ميډيسين يا د ګياوو درمل پښتونخوا او د پاکستان نورو بېلابېلو برخو کې هم په پراخه دود دی.
کابل کې يې زموږ همکاره آریا احمدزۍ په اړه راپور لري.