BBC
 شاته

"افغانستان کې کار پر مهال غبرگونونه را ته ډېر حيرانوونکي و"

د انځور حقوق fb
Image caption په رښتيا خپلو خلکو ته چوپړ او د خپلو وگړو په منځ کې ژوند خوندور وي

د اروپايي پارلمان يوۀ ښي اړخي غړي څه موده وړاندې خپلې دې وينا سره چې گواکې ښځې کمزوري او کوچني دي او د ذکاوت کچه يې هم کمه ده، نو له دې امله بايد ورته کمه تنخواه ورکړل شي، سختې ناندرۍ را وپارولې.

د اروپايي پارلمان دغه پولندى غړى "جانور کوروېن مايک" د خپلو دغو څرگندونو له امله قضايي پلټنو سره مخامخ شو.

د روپايي پارلمان دغه غړي سره چې څه کېږي هغه به کېږي، خو اصلي خبره دا ده، ډېر داسې وگړي دي چې دغه راز باور لري، خو د ښاغلي مايک په څېر يې په څرگنده نه وايي، ان زما په هېواد کې.

ما ته دا خبره هغه مهال ډېره جوته شوه چې زه پس له کلونو بېرته خپل هېواد افغانستان ته را ستنه شوم.

افغانستان ته له بېرته ستنېدو سره سم مې يوې ادارې سره کار پيل کړ، چې د خپلو خلکو په چوپړ کې په بهر کې تر لاسه کړې خپله ١٢ کلنه تجربه وکاروم.

خپل هېواد کې کار نوې او په زړه پورې تجربه وه. په رښتيا خپلو خلکو ته چوپړ او د خپلو وگړو په منځ کې ژوند خوندور وي. خو د کار ځينې اړخونه بيا راته ډېر حيرانوونکي وو. له دغو هېښوونکو اړخونو يو، د کاري غونډو پرمهال زما وړانديزونو ته د همکارانو غبرگونونه وو.

د کار له پيلولو سره مې د ورځې اجنډا ټاکلو لپاره سهارنيو غونډو کې گډون کاوه. پام مې شو کله چې مې په زغرده خبرې کولې او يا خپل نظر به مې وړاندې کاوۀ چې دا مسله بايد په دغو دلايلو د ورځې په اجنډا کې شامله کړو، نو نارينه همکارونو به مې داسې په حيرانۍ کتل چې گواکې له کومې بلې سيارې راغلې يم.

د انځور حقوق FB
Image caption زما د وړانديزونو له منل کېدو وروسته به هم د ځينو همکارانو پر څېرو د حيرانۍ څادر خپور و

داسې نه و چې زما نظر او وړانديزونو ته به پام نه کېده. بلکې ډېر په درنښت منل کېدل او اوس هم په هماغه درنښت منل کېږي.

خو زما د وړانديزونو پر مهال او ان له منل کېدو وروسته به هم د ځينو همکارانو پر څېرو د حيرانۍ څادر خپور و. زه به هم حيرانه شوم. له ځانه به مې پوښتل چې دا ولې؟ دفتر کې خپلمنځۍ سيالۍ دي او که څنگه؟ خو د هغوى متقابل درنښت به دا شکونه لېرې کول.

باالاخره له يوې مودې وروسته مې د دغه راز عجيب چلند په تړاو خپل يو ملگرى وپوښت. هغه راته لومړى کړس کړس وخندل او بيا يې را غبرگه کړه: "په هغه ټولنه کې چې تر ډېره دا باور خپور وي، چې گواکې ښځې کمزوري دي، ښځه دې په کور وي او يا په گور، نو طبيعي ده چې کله ستا همکاران يوه ښځه گوري چې پر ځان پوره ويسا او باور سره خبرې کوي او داسې وړانديزونه کوي چې د يوې مهمې ادارې د کار په ورځنۍ اجنډا کې شاملېږي، نو حيرانېږي به نه؟"

دا حالت اوس هم شته، خو دا به ډېره بې انصافي چې وويل شي په تېرو څو کلونو کې بدلون نه دى راغلى. بدلون راغلى او زه مې په خپله کاري ساحه کې ستر بدلون وينم.

زما خبرې نور زما نارينه همکارانو ته حيرانوونکې نه دي.

د افغانستان په نور برخو کې هم دغه راز بدلون راغلى خو بشپړ نه.

د انځور حقوق FB
Image caption زما خبرې نور زما نارينه همکارانو ته حيرانوونکې نه دي

نښې نښانې يې شته. دليل يې دا دى چې ښځو اوس په ډېرو ډگرونو کې ځان ثابت کړى. دايې زباته کړې چې ښځې د نارينه و ترڅنگ اوږه په اوږه کار کولى شي، که هغه د حکومت په اډانه کې وي، که په رسنيو کې، که سوداگرييزو ادارو او ښوونيزو ادارو کې.

هغه افغان ښځې چې مېړونو پرې ایښې په څه حال دي؟

پېښور: د کور لګښت موندلو لپاره له فېسبوک نه ګټه اخیستل کېږي

د دغه حالت په بدلولو کې په خپله د ښځو رول ډېر مهم دى. دوى بايد پر ځان باور ولري او هر هغه ډگر کې چې په کار بوخت دي د خپل حضور په تثبيتولو ذهنيتونه مثبت لوري ته سمولى شي.

وايي "له څاڅکو سيند جوړېږي"، راځئ پيل له خپل ځان او کوچني چاپېرياله وکړو.