BBC
 شاته

"کارځي کې د فیسبوک له لارې د جنسي اړیکو غوښتنه رانه وشوه"

نیویارک ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه مطلب کې په افغانستان کې د ښځو وضعیت نامناسب بللی او لیکي چې ښځې له ټولو خواوو نه په ویره کې دي او خپل غږ د دغه وضعیت په اړه نه شي پورته کولی.

دې ورځپاڼې د بیلګې په توګه د یوې افغان خبریالې کیسه کړې چې وايي یوازې په یوه ورځ کې په بس، موټر ته د انتظار پرمهال او کار ځی ته پر لاره پنځه ځله ځورول شوې او ان چې کارځی ته رسیدلې د فیسبوک له لارې ورنه د جنسي اړیکو غوښتنه شوې ده.

نیویارک ټایمز لیکي چې له دې حالت سره سره افغان ښځې ویره لري چې خپل غږ پورته کړي او فکر کوي چې دا حالت حل لار نه لري.

ممبۍ میرر:

د افغان ولسمشر مرستیال له هندي والي وغوښتل چې لا ډېرو افغانانو ته تحصلي بورسونه ورکړي.

دا د ممبي میرر په نامه هندۍ ورځپاڼه د یوه مطلب عنوان دی او لیکي پرون یکشنبه د افغان ولسمشر مرستیال سرور دانش د مهاشترا ایالت له والي ویدیا ساګر سره ولیدل.

نوموړيد دواړو هېوادونو د اړیکو د ستایلو ترڅنګ غوښتنه وکړه چې د لا ډېرو افغان محصلینو لپاره تحصلي بورسونه ورکړي.

ورځپاڼه د چارواکو له قوله لیکي چې اوس مهال په دغه ایالت کې پنځه زره افغان محصلین په لوړ زده کړو بوخت دي.

وال سټریټ ژورنال:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اچین ولسوالي کې امریکايي ځواکونه.

د افغانستان په یوه سیمه کې امریکا داعش ډلې ته ماتې ورکوي، دا په نیویارک کې د چاپیدونکې وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د یوه مطلب سرلیک دی.

ورځپاڼه لیکي په افغانستان کې د جګړې حالت په ټپه ولاړ دی خو له پاکستان سره پر پوله اچین ولسوالۍ کې امریکايي او افغان پوځیانو د داعش ډلې غړي له سیمې شړلي دي.

ورځپاڼه لیکي په دغه سیمه کې چې یو وخت یې کنترول د داعش ډلې سره و د افغان او امریکايي پوځیانو له عملیاتو وروسته اوس کرکیله کېږي او د داعش ډلې فعالیتونه پکې نشته.

ایکسپرېس ټریبون:

روحاني چمتو دی چې له سعودي سره خپل اړیکې ورغوي، دا په پاکستان کې د چاپیدونکې ایکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د یوه مطلب سرلیک دی.

ورځپاڼه لیکي، پرون یکشنبه د ایران ولسمشر حسن روحاني موافقه وکړه چې له سعودي عربستان سره به خپل اړیکي ورغوي خو که سعودي عربستان د اسراییلو له ملګرتیا او یمن کې له بمبارۍ نه لاس په سر شي.

ورځپاڼه لیکي سعودي عربستان د ۲۰۱۶ کال په جنورۍ کې وروسته له هغه له ایران سره خپل دیپلوماتیک اړیکي پرې کړل چې ایراني احتجاج کوونکو د سعودي پر سفارت او قونسلګریو بریدونه وکړل.

ورځپاڼې د ولسمشر روحاني دا خبره راخیستې چې وايي که د دوی ګاونډی هېواد سعودي په یمن کې له بمباریو او د اسراییلو له ملګرتیا لاس واخلي هېڅ خنډ نه ویني چې د سعودي او ایران د اړیکو د ښه کېدو مخه ونیسي.

ایکسپرېس ټربیون د ښاغلي روحاني له قوله لیکي چې دوی د امریکا په څیر نه دي چې د اتومي تړون په برخه کې پر خپلې ژمنې نه ده ولاړه.

ګارډین:

د انځور حقوق Getty Images

د لندن چاپ ګارډین ورځپاڼه په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفیرې نیکي هیلي له قوله لیکي د هغو ښځو چې د ولسمشر ټرمپ له ناوړه چلن نه شکایت لري باید خبرې واوریدل شي.

میرمن هیلي دا خبره د سي بي ایس تلویزون د یوې پوښتنې په ځواب کې کړې ده.