BBC
 شاته

بریتانیا کې نیمه برخه ښځې "د کار په ځای کې له جنسي ځورونې" سره مخ دي

Image copyright GETTY IMAGES
Image caption ډېری ښځې خپلو کارفرمایانو ته نه وايي چې ځورول شوې دي

د بریتانیا د سوداګرۍ اتحادیو ټولنې (TUC) یوې نوې سروې کې ویل شوي، له نیمايي زیاتې ښځې وايي د کار په ځاې کې له جنسي پلوه ځورول شوې دي او زیاترو يې ویلي چې په دې هکله يې له رسمي شکایت کولو ډډه کړې.

د ۱۵۰۰ ښځو په یوې سروې یا څېړنه کې، د سروې ۵۲ سلنه ګډون کونکو د دغې ستونزې یادونه کړې.

سروې دا هم موندلې چې یو پر درېیمې برخې ښځو سره د هغوی د خوښې خلاف ټوکې شوې او یو پر څلورمې برخې ښځو ویلې د هغوی د خوښې خلاف يې بدن ته لاس وروړل شوی.

د بریتانیا د سوداګرۍ اتحادیو ټولنې مشره فرانسیس اوګریډي وویل له دې امله ښځې د شرم او ویرې له احساس سره مخ شوې.

هغې بي بی سي ته وویل: "دا کار موږ د کار په ځای کې خواشیني کوي، په داسې حال کې چې موږ يوزاې غواړو خپل کار وکړو او راته درناوی وشي".

هغې وویل دا یوه "رسوايي" ده چې ډېرلږ ښځې فکرکوي آمرینو يې دا مسله سمه سمبال کړې.

د سوداګرۍ اتحادیو ټولنه وايي د کار په ځای کې جنسي ځورونه کېدای شي راز راز بڼې ولري، لکه د یو همکار د جنسي ژوند په اړه نامناسبې تبصرې او ټوکې او د هغوی د خوښې خلاف بدنې تماسونه، په غېږ کې نیول یا مچول اوحتی د جنسي اړیکو غوښتنې.

د بریتانیا د وګړو د مشورې دفتر وايی جنسي توپیري رویه هغه وخت رامنځته کېدای شي چې خلک د ترفیع او یا نرمښت لرونکي کار لپاره غوښتنلیک ورکوي او کله چې له کار څخه د ګوښه کولو، روزنې او پرمختګ په اړه پرېکړې کېږي

"کمپنۍ هېڅ ونه کړل"

د بي بي سي د خبري څانګې د وېبپاڼې یوې لوستونکې ایموجن وویل: "کله چې په پوهنتون کې وم درې کاله مې د لامبو وهونکو د ژغورونکې په توګه کارکاوه. یو نارینه همکار به مې چې یو یا دوه کاله له ما مشر و، پرلپسې توګه د لامبو د حوض پرغاړه د نورو کارکونکو په وړاندې زما بدن ته لاس اچاوه.

"ما به تل ورته ویل چې دا کار مې ناراحته کوي خو هغه به دې کار ته دوام ورکاوه او ویل به يې چې ستا "خوښېږي".

"یو ماښام، يې تر تحویلخانې پورې تعقیب کړم، ور تړلی او څراغونه بند وو. سملاسي يې زما بدن او تیونو ته لاس واچاوه او په وار وار يې راته ویل چې ولې زما په اړه خلکو ته غږېږې او دروغ خپروي.

"د ژړا په حال کې خپل مدیر ته ورغلم او د پېښې په اړه مې ورته وویل. خو کمپنۍ هېڅ هم ونه کړل".

د سوداګرۍ اتحادیو ټولنې موندلې چې له لسو نه په نهو پېښو کې مجرم کس یو نارینه وو او نژدې له پنځو څخه یوې ښځې ( ۱۷ سلنې) ویلې چې جرم کوونکی کس د دوې مدیر یا داسې یو کس و چې د دوې مستقیم آمر بلل کېده.

Image copyright GETTY IMAGES
Image caption د مساوات په اړه د بریتانیا د ۲۰۱۰ کال د قانون له مخې، جنسي ځورونه د توپیرې چلند یوه بڼه ګڼل کېږي

نژدې ۷۹ سلنه ښځو چې په دې سروې کې يې ګډون کړی او ویلي يې وو چې له جنسي پلوه ځورول شوې، د خپلې کمپنۍ مشرتابه ته يې رسمي شکایت نه و کړی.

دا چې ولې يې رسمي شکایت نه و کړی، یو دلیل دا و چې وېرېدل چې که د دغو پېښو رپوټ ورکړي کاري اړیکي به يې اغېزمنې شي ( ۲۸ سلنه) یا د کار پر راتلونکي به يې ناوړه اغیزه وکړي( ۱۵ سلنه).

د هغو کسانو چې د جنسي ځورونې په اړه يې رسمي شکایت نه و کړی نژدې یو پرڅلورمې برخې ( ۲۴ سلنې) ویلي دا ځکه چې دوې احساس کاوه چې پرخبره به يې څوک باور و نه کړي یا به جدی و نه ګڼل شي او ۲۰ سلنې ویلي چې له ډېر شرمه يې نه غوښتل شکایت وکړي.

په ځوانو کارکوونکو کې د هغو ښځو کچه لوړه ده چې د جنسي ځورونې سره مخ شوې – له ۱۳۸ تنو ښځو څخه چې ۱۸-۲۴ کلنې وې او په دې سروې یا څېړنې کې ېې ګډون کړی و، نژدې ۶۳ سلنې ویلي چې د کار په ځاې کې له جنسي ځورونې سره مخ شوې.

د سوداګرۍ اتحادیو ټولنه وايي ځوانو ښځو معمولا موقتي قراردادونه درلودل چې کله کله به کار ته راغوښتل کېدلې. هغوی معمولا په ټیټو مقامونو کې کارکاوه، چې دا ټول به ښايي د جنسي ځورنې لاملونه وو.

سروې دا هم موندلې:

۲۸ سلنه ګډون کوونکو ویلي چې د دوې د بدن یا په کار کې د دوې د لباس په اړه جنسي تبصرې شوې

۲۰ سلنه د کار په ځاې کې د دوې د خوښې خلاف د لفظي جنسي خبرو سره مخ شوې

۱۲ سلنه سره د کار په ځاې کې داسې رویه شوې چې د خوښې خلاف ېې بدن ته لاس وروړل شوی یا يې د ښکلولو هڅه شوې.

د بریتانیا د سوداګرۍاتحادیو د ټولنې مشرې فرانسیس اوګریډي وویل: "حکومت باید یو څرګند پیغام ولېږي چې دا ډول رویه غیرقانوني ده"

مېرمن اوګریډي زیاته کړه: "هغوی باید پوښتنه وکړي چې ولې د دغسې رويې مخه نه نیول کېږي. موږ له کارفرمایانو څخه د لا سختو ګامونو اخيستو غوښتنه کړې وه او موږ له حکومته غواړو چې یو څرګند پیغام ولېږي چې دا ډول رویه غیرقانوني ده.

"فکر کوم د دې موندنو تر ټولو د اندېښنې وړ یو واقعیت د هغو ښځو شمېر دی چې نشي کولای رسمي شکایت وکړي".

یوې ځوانې بې نومه ښځې د کارګرو اتحادیو ټولنې ته وویل چې په خپل پخواني کار کې يې ټول همکاران نارینه وو.

هغې وویل: "زما او نورو په اړه جنسي تبصرې، چې یا به زما په اړه کېدلې او یا به مې اورېدلې، د کاري ژوند یو ورځینی واقعیت و. ځینې دا تبصرې له تاوتریخوالي ډکې وې،"

Image copyright Getty

ستاسو حقونه

د وګړو د مشورې دفتر خلکو ته توصیه کوي چې که جنسي توپیري رویه ورسره وشي یا د کارپه ځای کې له جنسي ځورونې سره مخ شي، ژر دې دا لاندې ګامونه پورته کړي:

  • که احساس کوئ چې دا خبره په خوندي توګه کولای شئ، تېري کوونکي شخص ته ووایه مه کوه.
  • د پېښې په اړه خپل مدیر ته ووایه. په لیکلي توګه يې ووایه او یوه کاپي له ځانه سره وساته.
  • پرسونل څانګې یا کارګرو اتحاديې ته ووایه.
  • مشوره ترلاسه کړه.
  • د هرډول پيښو د ليکلو له لارې شواهد راټول کړه، لکه وخت، نېټه او ځای، چا څه ویلي یا کړي، چا په کې لاس درلود او شاهدان څوک وو.
  • که غیر رسمي طرزالعملونو نتیجه ورنکړه، خپل کارفرما ته په رسمي او لیکلي ډول شکایت وکړه.

"اوس هم شته"

لاورا بیټس، د "ورځیني سیکسیزم" د پروژې مشره، چې دې رپوټ سره يې مرسته کړې ده، وویل ډېری خلک فکر کوي چې د کار په ځای کې جنسي ځورونه د پخوا وختونو مسله وه.

"په حقیقت کې دا مسله اوس هم شته ده، او د لسګونو زرو ښځو پر ژوند باندې ستره اغېزه لري".

نارینه هم د کار په ځای کې له جنسي ځورونو سره مخ شوي، د سایمن په نامه یو کس د بي بي سي خبري څانګې ته وویل: "زما مړوند ته په مکرره توګه لاس اچول کېږي او راته ویل کېږي چې "ګرانه" یا "محبوبه".

"زما دا نه خوښېږي، ما ورته بلنه نه ده ورکړې او نه پوهېږم چې څنګه ځواب ورکړم. زه نارینه یم او مجرمان ښځینه دي. که شکایت وکړم د کمزورتیا او ډار احساس به راته پیدا شي. دا ډول رویه یواځې له ښځوسره نه کېږي".