BBC
 شاته

سوډان: ښځې د ازادو پرتوګونو په اغوستو زنداني شوې

ښځې د انځور حقوق Getty Images
Image caption په سودان کې د ښځو لپاره اوږده کمیسونه او لمنې دود دي.

د سوډان پولیسو هغه ۲۴ ښځې نیولي چې په یوه محفل کې یې ازاد پرتوګونه (شلوارونه) اغوښتي وو.

دغه مېرمنې تېره چهارشنبه په پلازمېنه خرطوم کې د بې حیایۍ خپرولو په تور نیول شوې دي.

که نیول شوې مېرمنې پر دغه کار د محکمې له خوا پړې وپېژندل شي، نو جزا به یې ۴۰ دورې وهل یا نغذې جریمه پرېکول وي.

د پولیسو دغه کار په سوډان کې د ښځو د حقونو د فعالانو اندېښنه راپارولې ده.

د ښځو د حقونو فعاله امیره عثمان وايي، له ښځو سره د پولیسو چلند د هغوی پر وړاندې د تاوتریخوالي ښکاره بېلګه ده.

هغه افغان ښځې چې مېړونو پرې ایښې په څه حال دي؟

واخان کې ښځې؛ هم د سړو کار کوي هم درس وايي

اتمې ښځې هم د جورج بوش پلار له خوا جنسي ځورونه افشا کړه

نوموړې زیاتوي، هغه محفل چې ښځو پکې ازاد پرتوګونه اغوښتي و، د خرطوم په سوېل کې د ماموره ښار د يوې ودانۍ په سالون کې جوړ شوی و.

د هغې په خبره، نیول شویو ښځو په محفل کې له ازادو پرتوګونو سره د ګډون اجازه لرله، خو بیا هم د پولیسو له خوا نیول شوې دي.

د سوډان د جزا قانون د ۱۵۲ مادې له مخې، هغه کالي چې په لیدو یې د خلکو احساسات پارېږي، له اغوستو یې باید ډډه وشي.

نو له همدې امله ده که په دغه هېواد کې څوک پاروونکي کالي واغوندي، د پولیسو له خوا نیول کېږي.

د بشري حقونو فعالان ادعا کوي چې پر ښځو قانون یو اړخیز پلی کېږي.

د دوی په خبره هر کال لسګونه زره میرمنې د بی حیايۍ په تور ربړول کېږي.

په سودان کې د ښځو لپاره اوږده کمیسونه او لمنې دود دي.