BBC
 شاته

کډوالي: له واورو ډکو لارو کې د فرانسې پر لور

ايټاليا کې زلمي کډوال د نهيلۍ هڅه کې فرانسې ته د رسېدو په موخه د شپې مهال له الپ غرونو د تېرېدو زيار باسي.

د يوې ځايي خيريه ټولنې په وينا له تېر جولای راهيسې نژدې ۲ زره کسان د اروپا له دې هسکو غرونو تېر شوي دي. ډېر دا وګړي ايټاليا کې د کډوالو له پنډغالو دي، چې له اندازې زيات ګڼ مېشته او د ژوند وسايل په کې کم بلل شوي دي.

بي بي سي الپ غرونو کې فرانسې ته د تېرېدو لويې دروازې سره د نېواچ کلي ته ورغلې وه.