BBC
 شاته

مرکه: رغنيزو پروژو کې ولې پیسې ناسمې لګول کېږي؟

د افغانستان بيا رغونې په اړه د ځانګړي سرڅارونکي يا سيګار یو وروستی راپور ښيي هغه وسايل چې د افغانستان له سرحدي لارو د نشه یې او کیمیاوي توکو د قاچاق مخنیوي لپاره په ۲۰۰۶ کال کې د شاوخوا ۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت پېرل شوي وو، تراوسه نه دي فعال شوي.

د همدې حالت له مخې پر رغنيزو پروژو د لسګونه ميليارډ ډالرو لګښت، او د رغونې کچه او څرنګوالی نه شي سره پرتله کېدی.

نو دا ټول ولې او او لاملونه یې څه دي، کابل کې اولیا اطرافي د افغانسان د روڼتیا د څار بنسټ له مشر محمد اکرام افضلي سره خبرې کړې دي.