د کرېکټ د دریو لوبو لړۍ ایرلنډ وګټله
افغانستان په درېیمې لوبې کې ایرلنډ ته د ۱۷۸ منډو هدف وټاکه چې د ایرلنډ لوبغاړو وکړای شول ټاکلې شوې منډې بشپړې کړي.
افغانستان د پچې له ګټلو وروسته د منډو جوړول پیل کړل چې ټول لوبغاړي یې په ۴۹ اورونو کې په ۱۷۷ منډو وسوځېدل. خو د ایرلنډ یوازې څلور لوبغاړي وسوځېدل او د خپل هدف په بشپړولو سره یې د دریو لوبو د لړۍ بریا خپله کړه.
د افغانستان په لوبډله کې رحمت شاه او راشد خان په ۴۴ منډو تر ټولو ډېرې منډې جوړې کړې.
د ایرلنډ پاول سټرلینګ چې ۱۰۱ منډې یې وکړې په لوبه کې غوره لوبغاړی شو. هغه په توپ اچونې کې یو افغان لوبغاړی هم وسوځاوه.
کپټان اصغر ستانکزي ۵ او محمد نبي یوه منډه وکړه. ګلبدین ۱۵ او ناصرجمال ۱۸ منډې وکړې. جاوید احمدي بیا په ۲۷ منډو وسوځېده.
- ایرلنډ له افغانستانه دویمه یوه ورځنۍ لوبه وګټله
- کرېکټ: له ۲۰ اووریزو وروسته ۱۰ اووریزې پیلېږي
- کرزي د کرېکټ لوبغاړو ته مډالونه او تحفې ورکړې
نور علي ځدراڼ نهه منډې وکړې او شاپور ځدراڼ په اوو اورونو کې ۷۱ منډې جوړې کړې خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه.
د دغې لړۍ چې د متحده عربي اماراتو په شارجه ښار کې تر سره شوه لومړنۍ لوبه افغانستان ګټلې وه.