شاته

زايره وسيم: الوتکه کې وځورول شوم او چا مې مرسته و نه کړه

د انځور حقوق Spice pr
Image caption هغه خپلې پيښې زما پر اوږه او ملا بیا بیا کېښودې

د بالیووډ سېنما یوه هنرمنه زایره وسیم چې په ډنګل فلم کې د ګیتا رول لوبولو سره مشهوره شوه.

۱۷کلنه زایره وسیم په ویډیو کې پر یو کس تور پورې کوي چې د الوتنې پر مهال یې ځورولې ده.

په ویډیو کې زایره وسيم جذباتي شوې، او پرله پسې وایې، دا هیڅ مناسبه نه ده، داسې باید ونشي، له هیڅ نجلۍ سره باید داسې ونشي ځکه چې دا ډير بد کار دی، ایا د نجونو سره باید داسې چلند وشي؟، له موږ سره هیڅ څوک مرسته نه کوي چې موږ له ځان سره مرسته ونه کړو.

* د بالیووډ 'مهربانه مور' مړه شوه

* ویرات کوهلي له انوشکا سره واده کوي

* رنبیر کپور: بالیووډ کې 'خپل او خپلوان' پالل کېږي

زایره وسیم یوه بله ویډیو هم خپره کړه او په دغه ویډیو کې د پيښې په اړه زیاتوي، کله چې دوی له ډیلي نه ممبي ته تلل نو په الوتکه کې تیاره وه او له امله یې د هغه کس ویډیو جوړه نه کړه.

"ما یوازې دغه ویډیو جوړه کړه (چې د دغه کس پېښې پکې ښکاري) او هغه خپلې پيښې زما پر اوږه او ملا بیا بیا کېښودې او دغه کار ته یې له ۵ تر ۱۰ دقیقو پورې دوام ورکړ، داسې ښکاریده چې په کرار نشو کېناستلی"

زایره زیاتوي، چې د ایر وسټارا کارکوونکو له دې سره هیڅ مرسته نه ده کړې.

د انځور حقوق Secret Superstar

له بلې خوا ایر وسټارا په خپل ټوټیر کې لیکي، هغوی د زایره وسیم د ځورولو خبر لوستی او په اړه یې خپلې څیړنې پیل کړې او د ډیرو معلوماتو لپاره له خپلو کارکوونکو سره خبرې کوي.

د زایرې له ټوټيت وروسته خلکو پر خواله رسنیو د هغې په ملاتړ پیغامونه خپاره کړل

او دا مهال د زایره وسیم په نامه هش ټګ په هند کې د ټوټیر کاروونکو تر ټولو ډير د خوښې هش ټګ وګڼل شو.