BBC
 شاته

د سولې نوبل جایزه ګټونکې: له اتومي وسلو سره ناورین حتمي دی

بیټریس فین د انځور حقوق EPA
Image caption بیټریس فین د ۲۰۱۷ کال د سولې نوبل جایزې ګټونکې اعلان شوه

د سولې نوبل جایزې ګټونکې او د اتومي وسلو له منځه وړلو نړیوال کمپاین مشرې بیټریس فین ویلي، تر هغو چې اتومي بمونه موجود وي، د اتومي ناورین رامنځ ته کېدو احتمال به دوام ومومي.

انډپنډنټ ورځپاڼې د اغلې فین له خولې په یوه مقاله کې لیکلي، تر هغو چې په ګرده نړۍ کې د اتومي وسلو کارول موجود وي، د لوی اتومي ناورین رامنځ ته کېدل هم ورسره مله دي.

بیټریس فین په ۲۰۱۷ کال د سولې نوبل جایزې ګټونکې اعلان شوه.

دا وايي: "موږ له ښکاره غوراوي سره مخامخ یو، یا به نړۍ له اتومي وسلو پاکوو، یا به دا اتومي وسلې موږ بشر له منځه وړي."

ورځپاڼه وايي، فین دا څرګندونې د ناروې پلازمېنه کې د سولې نوبل جایزې ګټونکو د غوراوي له کمېټې سره یوځای یوې خبري غونډې ته کړې دي.

نوموړې زیاتوي، په هر حال د اتومي وسلو د موجودیت په صورت کې دغه وسلې حتمي کارول کېږي، هغه که په تېروتنه وي یا په قصدي ډول.

د سولې نوبل جایزه د اتومي وسلو ضد بنسټ وګټله

د سولې نوبل جایزه د کولمبیا ولسمشر ته ور کړل شوه

فین له ۴۵۰ نړیوالو ټولنو سره یوځای پر اتومي وسلو د بندیز د یوې نړیوالې هوکړې رامنځ ته کېدو په پلمه هلې ځلې کوي.

په دې کمپاین کې د نړۍ ۵۳ دولتونو لاسلیک کړی، خو یوازې درو هېوادونو منلی، په داسې حال کې چې د ۵۰ نورو هېوادونو منلو ته اړتیا لري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د روان کال اکتوبر میاشت کې اغلې فین د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون وغوښتل چې د اتومي وسلو لرل ناقانونه چاره ده.

ورځپاڼه زیاتوي، که څه هم دا هوکړه یوازې یوه اتوم لرونکي هېواد لاسلیک کړې، خو درو نورو اتوم لرونکو سترو هېوادونو (امریکا، فرانسې او بریتانیا) فین ته د سولې نوبل جایزې ورکولو مراسمو کې د ګډون لپاره د خپلو استازو له استولو ډډه کړې ده.

د روان کال اکتوبر میاشت کې اغلې فین د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون وغوښتل چې د اتومي وسلو لرل ناقانونه چاره ده.

هغې له ټرمپ او کیم جونګ اون غوښتي وو چې د اتومي وسلو د ختمولو لپاره لاس په کار شي.