د کلیفورنیا اور د امریکا کرنیز صنعت ګواښي
د امریکا کلیفورنیا په ځنګلونو کې کې د اورلګېدنې له امله زرګونه کسان بې کوره شوي او په نیویورک کې یې د اوکاډو "مېوې" ډېرې کرنیزې ځمکې هم سوځولې دي.
کلیفورنیا د امریکا د متحده ایالتونو۹۰ سلنه اوکادو جوړوي.
د اورلګېدنې په ترڅ کې د کلیفورنیا په سوېل کې ځايي خلکو خبر ورکړی چې د طعمه په سیمه کې آوکادو ټوله کرنیزه ځمکه سوځېدلې ده.
د اور د وژنې لپاره تر اوسه ۵۷۰۰ کسان ګمارل شوي دي.
تر اوسه د یوې ۷۰ کلنې ښځې د مرګ خبر تایید شوی او د درې کسانو د ټپي کېدو سربېره ۵۰۰ ودانۍ سوځېدلي او تر نیویارکه پورې ځنګلونه له منځه تللي.
*امریکا کې سېلابونو او اورلګېدنې سلګونه کسان بې کوره کړي
* امریکا کې ۱۹ اور وژونکي اور وژلي
د کلیفورنیا په سوېل کې اور لګېدنې د دغې سیمې خلک اندېښمن کړي چې دا اورلګېدنه به د دوی د کرنې صنعت ته زیان ورسوي.
په دې ایالت کې د اکادو بزګرانو د خبرو پر بنسټ، دوی په تېر کال کې د ۴۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت اوکادو بازار ته وړاندې کړي.
ټرمپ بېړنی وضعیت اعلان کړی
پر دې سربېره، کارپوهان وايي تر اوسه د دې اورګېدنې د زیانونو په اړه نور اړخونه مشخص نه دي.
په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ په کلیفورنیا کې بېړنی وضعیت اعلان کړی او دغه ایالت یې اجازه ورکړې چې د اور په مهارولو کې له فیډرال سرچینو ګټه واخلي.
د اور لګېدو له کبله له ۲۰۰ زرو ډېر کسان بې کوره شوي، د دې ایالت مشر جري براون د تېرې پنجشنبې په ورځ تر يوه نوې اولګېدنې وروسته د سن ديګو ښار په شاوخوا سیمو کې بېړنی وضعیت اعلان کړ.
د زیانمنو شویو سیمو له خلکو سره د لیدنې پرمهال ښاغلي براون د کلیفورنیا خلکو ته وویل هغوی باید له دې ډول اقلیمي واقعیتونو سره مقابله وکړي چې له ډېر وخته د کرنې صنعت زیانمنوي او د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.
د کلیفورنیا ایالت مشر ویلي چې وچکالي د اورلګېدنې لامل کېږي چې په تېرو څو کلونو کې دغه ایالت ورسره مخامخ شوی و.
سږکال د مني په سر کې هم اور د درنپا سیمې ډېری باغونه وسوځول، د ۴۰ کسانو ژوند يې واخيست، په زرونه ودانۍ یې له منځه یووړې او زرګونه خلک یې د سانفرانسیسکو په شمال کې بې کوره کړل.