BBC
 شاته

ولسمشر غني د هرات - شمال سړک پرانیستو لپاره بادغیس ته تللی

افغانستان د انځور حقوق Arg
Image caption ښاغلی غني د یکشنبې په ګهیځ بادغیس ولایت ته ولاړ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان شمال لوېدیځ بادغیس ولایت ته د ستراتیژیک سړک قیصار - لامان پرانیستلو لپاره تللی. دا سړک لوېدیځ هرات ولایت له شمالي ولایتونو سره نښلوي.

وړاندې ویل شوي وو، چې د قیصار - لامان حلقوي سړک جوړولو چارې دوو چینايي او هندي شرکتونو ته سپارل شوې چې جوړېدل به یې دوه - دوه نیم کاله وخت ونیسي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په دې سفر کې ښاغلی غني د بادغیس امنیتي وضعیت هم ګوري او له امنیتي چارواکو سره به پرې خبرې وکړي.

د تدارکاتو کمېسیون ددغه سړک د جوړېدو لپاره تر ۸۸ ملیون ډالرو ډېرې پیسې اعلان کړې دي.

د قیصار - لامان سړک جوړول د افغانستان د حلقوي سړک یوه برخه ده، چې ټول ټال ۸۲ کیلومتره اوږدوالی لري.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، دا سړک د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د نښلولو یوه مهمه لار ده.

د افغانستان سړکونه د خرابېدو په حال کې دي

د حلقوي سړک په اړه د بي بي سي ځانګړې لړۍ

ازبکستان، افغانستان لپاره نوې اقتصادي لار

Image caption افغان دولت په تېرو شپاړسو کلونو کې د حلقوي سړک د ډېری برخې په جوړولو توانېدلی، خو د قیصار - بالامرغان - لامان ۲۳۳ کیلومتره اوږده سړک جوړېدو ته یې ایله سږ کال دولت چمتو شوی دی.

د دې سړک د جوړېدو لګښت د اسیا پراختیايي بانک ورکوي.

د افغانستان د پراختیايي لویو پروژو یوه موخه په هېواد کې د حلقوي سړک جوړول دي چې له کابله پیل او له شمالي، لوېدیځ او سوېلي ولایتونو بېرته کابل ته راګرځي.

افغان دولت په تېرو شپاړسو کلونو کې د حلقوي سړک د ډېری برخې په جوړولو توانېدلی، خو د قیصار - بالامرغان - لامان ۲۳۳ کیلومتره اوږده سړک جوړېدو ته یې ایله سږ کال دولت چمتو شوی دی.

د انځور حقوق Arg
Image caption په پام کې ده چې غني د بادغیس امنیت وضعیت هم وارزوي

دا سړک له شمالي فاریاب او شمال لوېدیځ بادغیس ولایتونو تېرېږي او لوېدیځ هرات ولایت نښلوي.

افغان دولت ویلي وو، د حلقوي سړک جوړولو ډېره برخه په ۲۰۱۲ کال د دوو بهرنیو شرکتونو له خوا پیل شوې، چې په ۲۰۱۶ کال کې باید بشپړه شوې وای، خو جوړوونکو شرکتونو د امنیت نشتوالی ددې کار د ځنډېدو لامل بللی.

همدا وو چې ولسمشر غني د ۱۳۹۳ کال تلې میاشت کې ټولګټو وزارت ته امر وکړ چې د حلقوي سړک پاتې برخه په ۹ میاشتو کې بشپړه کړي. خو کار یې ایله دا دی نن بېرته پیل شو.