BBC
 شاته

عرب ټولنه: امریکا دې د بیت المقدس په تړاو پرېکړه واخلي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption احمد ابوالغیط زیاته کړه چې د اسراییل د پلازمېنې په توګه د یورشلم منل د اسراییلو او فلسطنیانو د کړکېچ پر سیاسي حل لار برید دی.

عرب ټولنه له امریکا غواړي چې د اسراییل د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس د منلو پرېکړه واخلي، ځکه چې په دې سره په سیمه کې تاوتریخوالی ډېرېږي.

په قاهره کې د عرب ټولنې ۲۲ بهرنیو چارو وزیرانو په بېړنۍ ناسته کې وویل، د تېرې چهارشنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر دا پرېکړه د نړیوالو قوانینو خلاف ورزي ده او کوم قانوني حیثیت نه لري.

* 'بیت المقدس به عربي او اسلامي پاتې وي'

* بیت المقدس: د اوو زرو کلونو خونړی تاریخ

دوی په بیان کې زیاتوي چې امریکا پر ټول بیت المقدس د اسراییل د دعوې په منلو سره له هغې پالیسۍ سره ټکر کوي چې له مخې یې د بیت المقدس کشاله د خبرو له لارې اوارېږي.

دوی دا هم وايي، چې د امریکا دا پرېکړه په سیمه کې تاوتریخوالی ډېروي او وېره شته چې روان تاوتریخوالی نور هم زیات شي.

پر امریکا بندیزونه لګول

د انځور حقوق AFP
Image caption د ټرمپ له پرېکړې وروسته مختلفو سیمو کې مظاهرې شو او د اسراییلو او فلسطنیانو ترمنځ تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

دوی دا هوکړه هم کړې چې د امریکا د پرېکړې خلاف د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې پرېکړه لیک وړاندې شي.

خو د عرب لیګ په بیان کې د امریکا خلاف د اقتصادي بندیزونو خبره نه ده شوې.

* ټرمپ ته د اردوغان خبرداری: قدس "سره کرښه ده"

* ټرمپ رسماً بیت المقدس د اسراییلو پلازمېنه وپېژاند

له دې مخکې د لبنان د بهرنیو چارو وزیر جبران باسل وویل، چې یورشلم یا بیت المقدس ته د امریکا د سفارت لېږدولو د مخنیوي لپاره باید عرب هېوادونه پر متحدو ایالتونو اقتصادي بندیزونه ولګوي.

د هغه په خبره، د امریکا د دې پرېکړې پرضد ګامونه پورته کول ضروري دي:

"په لومړیو کې باید ډيپلوماټیک ګامونه پورته شي، بیا سیاسي او وروسته اقتصادی او مالي بندیزونه ولګول شي".

د انځور حقوق Getty Images

د عرب لیګ د بېړنۍ ناستې په پیل کې د دې ټولنې مشر د امریکا د ولسمشر پرېکړه، خطرناکه او د نه منلو وبلله.

احمد ابوالغیط زیاته کړه چې د اسراییل د پلازمېنې په توګه د یورشلم منل د اسراییلو او فلسطنیانو د کړکېچ پر سیاسي حل لار برید دی.

د نوموړي په خبره، د ټرمپ پرېکړه د نړیوالو قوانینو خلاف ده او د فلسطین او اسرایل ترمنځ د سولې لپاره د امریکا هڅې له پوښتنو سره مخ کوي.

"د امریکا پالیسۍ کې د بدلون له امله د ټرمپ پر اداره د عرب هېوادونو باور خورا کم شوی دی".

د انځور حقوق CHRIS MCGRATH/GETTY IMAGES
د انځور حقوق AHMAD GHARABLIAHMAD GHARABLI/AFP/GETTY IMAGES
د انځور حقوق CHRIS MCGRATH/GETTY IMAGES