BBC
 شاته

"فرانسوي او الجزایري داعشیان د افغانستان شمال ته رسېدلي "

نړیوالې او افغان سرچینې وايي، سوریه کې د "اسلامي دولت" داعش نومې ډلې له ماتې وروسته د دې ډلې ځینې فرانسوي او الجزایري وسلوال د افغانستان شمال ته رسېدلي دي، چې داعش پکې نوي مرکزونه جوړ کړي دي.

د فرانس خبري اژانس د رپوټ له مخې دا لومړی ځل دی چې افغانستان کې د داعش د فرانسوي وسلوالو د شتون خبره کېږي.

دا پرمختیا په داسې مهال ده چې د عراق لومړي وزیر تېره ورځ په دغه هېواد کې د داعش ضد جګړه پای ته رسېدلې وبلله.

روسیې هم ویلي چې په سوریه کې یې د داعش ضد جګړه بشپړه کړې ده.

شنونکي وايي، له عراق او سوریې وروسته به د داعش وسلوال د ځان پټولو لپاره نورو سیمو ته مخه کوي.

جنرال دوستم: داعش د افغانستان په شمال کې د ځای پر ځای کېدو پلان لري

جوزجان کي پنځه داعش قومندانان وژل شوي

غني د روسانو وتلو کلیزه کې: پرمختیا او ابادي راوستل لوی جهاد دی

له داعش سره تر نورو اروپايي هېوادونو د فرانسې ډېر توندلاري یو ځای شوي وو.

دغه هېواد له ۲۰۱۵ کال راهیسې په اروپا کې د داعش د هغو وسلوالو له ډېر تاوتریخوالي سره مخ شوی دی، چې په منځني ختیځ کې د دې ډلې په ملاتړ جنګېدلي دي.

د جوزجان د درزاب ولسوال باز محمد داور وايي، تېره میاشت(نومبر) یو شمېر الجزایري او رانسوي توکمه کسان په دغه ولسوالۍ کې د داعش کنټرول لاندې سیمې ته رسېدلي دي.

د ښاغلي داور په خبره، په دې وسلوالو کې دوه ښځې هم وې چې تاجکستانی ژباړن یې ملتیا کوله او په ډله کې یې چیچنیايي او اوزبک وسلوال هم دي.

اروپايي او افغان امنیتي چارواکو له فرانس خبري اژانس سره خبرو کې د ښاغلي داور ادعا تاییدوي چې فرانسوي توکمي هم په دې وسلوالو کې شته، خو د شمېر په هکله یې وايي:

"نه پوهېږو چې څومره کسان دي".

داعش پر ۲۰۱۵ کال د افغانستان په ننګرهار او کونړ کې سر را پورته کړ او وروسته یې د جوزجان په ګډون شمالي ولایتونو ته هم پښه اوږه کړه.

دې ډلې د کابل په ګډون په مختلفو ولایتونو کې بریدونه کړي او تر ډېره یې شیعه مذهبي په نښه کړي دي.

د ځايي وسلوالو روزل

د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري وايي، په فرانسوي غږېدونکي قفقازیان سړي او ښځې یې لیدلي چې درزاب کې د داعش وسلوال روزي.

د هغه په خبره، تر ۵۰ ماشومان- چې ځینې یې ان لس کلن دي- هم له دې وسلوالو سره یو ځای شوي دي.

د درزاب اوسېدونکي وايي، نږدې دوه سوه بهرنيو وسلوالو له بي بي مریم کلي څو سوه متره لرې اړولي دي.

یو ځایوال چې خپل نوم حاجي ښيي وايي، دغه پنډغالي کې د فرانسویانو په ګډون د څو ملتونو وسلوال دي، چې په ونو لوړ او لږ تر لږه د شلو کلونو عمر لري او پوځي جامې یې په تن دي.

"دوی پر ټپټپیو( موټر سیکلونو) ګرځي، پولې ته ځي او ستنېږي، خو له چا سره خبرې نه کوي".

د کلي یو پخوانی مشر وايي، ځینې وسلوال نور روزي، چې ځنګه ځانمرګي بردیونه وکړي او ماینونه ښخ کړي.

ویل کېږي له سیمې ځینې خلک وتلي دي.

د ولسوال داور په ګډون ځايوال وايي، چې دا وسلوال طبیعي زېرمې لکه ګرانبیه ډبرې او فلزات استخراجوي

نور جزییات لږ وروسته