د باميانو غرونو کې بايسکل ځغلونه
د افغانستان بامیانو کې بيا یو ډله ځوانان په غرونو کې د بایسکل ځغلونې سیالۍ کوي.
دوی غواړي دا هنر او سپورټي فعاليت لا پسې وغوړوي.
د ځوانانو دا پنځه ویشت کسیزه ډله دا تېر دوه کاله، په خپل لګښت فعاليت کوي. دوی تمه لري چې یو مهال به د خپل هېواد په استازولۍ نړیوالو سیالیو کې ګډون کوي.
زموږ همکار سیدعبدالله نظامي له دغو بایسکل ځغلونکو سره د بامیانو په خاورینو غونډيو کې ګرځېدلی.