"د امریکا متحدینو هم د قدس په اړه د ټرمپ پرېکړه رد کړه"
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، "دا ناورین دی، نژدې متحدینو د بیت المقدس په اړه د هغه پرېکړه رده کړه". تر همدې سرلیک لاندې دغه ورځپاڼه لیکي چې د فرانسې، جرمني او بریتانیا په څېر د امریکا نژدې متحدو هېوادونو د بیت المقدس په اړه د امریکا د ولسمشر تازه پرېکړه رد کړې او له هغې سره یې مخالفت ښودلی.
ګارډین ورځپاڼې لیکلي، اسرائیلیان او فلسطینیان په دې اندېښنه کې دي چې د امریکا د ولسمشر دا پرېکړه به دوی نور له کومو ستونزو سره لاس او ګریوان کړي.
ورځپاڼه زیاتوي، بیت المقدس د هغې شخړې په تر ټولو جوت سمبول بدل شوی چې د امریکا د ولسمشر له پرېکړې وروسته د منځني ختیځ ټیکاو ګواښي.
عربي ورځپاڼو هم په دې تړاو بیلابیل مطالب او د غندنې مقالې خپرې کړې دي. سعودي ورځپاڼه الریاض په خپله سرمقاله کې لیکي، د ولسمشر ټرمپ د پرېکړې پر وړاندې غبرګونونه هېڅکله له پامه نه شي غورځېدای. ورځپاڼې خبر داری ورکړی چې دا پریکړه به په سیمه کې کشمکش زیات کړي.
د ټرمپ د پرېکړې پروړاندې نړیوال غبرګونونه
الکویت ورځپاڼه د کویت د بهرنیو چارو وزارت په حواله لیکي، بیت المقدس ته د امریکا د سفارت لېږدول نړیوالو پرېکړو سره مخالفت دی.
فلسطینۍ ورځپاڼه القدس په خپله سرمقاله کې لیکي، د امریکا د ولسمشر وروستۍ پریکړه د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د سولې لپاره روانې هڅې بالکل له منځه وړي.
ورځپاڼه زیاتوي ډونلډ ټرمپ باید د خپلې پریکړې خطرناکې پایلې درک کړي.
"افغانستان د پاکستان له اقتصادي اغېز په وتو دى"
پاکستانۍ ورځپاڼه ډیلي ټایمز لیکي پاکستان افغانستان ته د ګډ کاري ګروپ په غونډه کې یوه طرحه وړاندې کړې ده. ورځپاڼه د یوه چارواکي له قوله لیکي چې د دواړه هېوادونو چارواکو تېره اونۍ ددې ګروپ په لومړۍ غونډه کې د ډیپلوماټیکو، امنیتي، استخباراتي، اقتصادي او کډوالو چارو په اړه خبرې وکړې.
د دغې غونډې د پایلو په اړه هیڅ یوه لوري هم څه نه وو ویلي او نه یې کومه اعلامیه خپره کړې وه.
په تېره اکتوبر میاشت کې کابل ته د پاکستان د پوځ د مشر جنرال قمر جاوید باجوه د سفر پرمهال پریکړه شوې وه چې دا ډول یوه کاري ډله رامنځته کېږي.