شاته

د بیت المقدس تاریخ په شلمه پيړۍ کې

بیت المقدس د انځور حقوق Reuters
Image caption نړیواله ټولنه قدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه نه مني او د امریکا - چې د اسرائیلو تر ټولو نژدې ملګری دی، په ګډون ټول هېوادونه په تل ابیب کې خپل سفارتونه لري.

په ۱۹۱۷ کال کې د عثماني خلافت له ړنګېدو وروسته فلسطین د متفقو ملتونو سازمان د پریکړې له مخې د بریتانیا تر واک لاندې راغی. فلسطین ته د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال د نړۍ له بېلابېلو سیمو د یهودانو ورتګ چې لا له وړاندې پيل شوی و، لا پسې چټک شو.

د ۱۹۲۰ او ۱۹۳۴ کلونو ترمنځ، بیت المقدس ښار په چټکۍ پراخ شو، د یهودو او عربانو ترمنځ له نښتو سره سره ددغه ښار د وګړو شمېر زیات شو. په ۱۹۳۶ کال کې د بریتانویانو پرضد پاڅون او په ټول فلسطین کې کار بندیز وشو.

پاڅون په وسله والو نښتو واوښت تر هغه چې دویمه نړیواله جګړه پيلېده، د دغې جګړې پرمهال بیت المقدس یو ارام ځای و، خو د نړیوالې جګړې په پای ته رسېدو نښتې او اخ وډب زیات شو.

په ۱۹۴۶ کال کې د ارګون صهیونستي ډلې پر بریتانوي ځواکونو یو لړ بریدونه وکړل له دې ډلې پر داوو هوټل چې ددغو ځواکونو مشرتابه په کې و او یو زیات شمیر برتانوي سرتیري یې ووژل . یو کال وروسته د یهودو او عربانو ترمنځ تاوتریخوالی زیات او ګڼ شمیر کسان په کې ووژل شول.

د فلسطین د وېش پرېکړه

په ۱۹۴۷ کال کې ملګرو ملتونو د فلسطین د وېش پرېکړه وکړه، خو بیت المقدس او بیت لحم ته یې د ځانګړي وضعیت لرونکو سیمو نوم ورکړ چې د ملګرو ملتونو په واک کې به وي، خو دغه پرېکړه عملي نه شوه.

د ټرمپ د پرېکړې پروړاندې د عربانو او نړیوالو توند غبرګونونه

ټرمپ رسماً بیت المقدس د اسراییلو پلازمېنه وپېژاند

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له اوسلو تړون وروسته اسرائیل په بیت المقدس کې د یهودو شمېر زیاتولو هڅه وکړه چې په پایله کې یې د یهودیانو شمېر اویا سلنه او د فلسطیانیانو شمېر دېرش سلنې ته ورسېد.

کله چې بریتانوي ځواکونه له فلسطینه ووتل د ۱۹۴۸ کال د مۍ په ۱۴ مه اسرائیلي دولت رامنځته شو او سم لاسي یې لوېدیځ بیت المقدس ونیو او اردني ځواکونه د بیت المقدس زاړه ښار او د ختیځ بیت المقدس ډیرې برخې ونیولې، په دې سره دغه ښار د یهودونو او نورو ترمنځ عملا ووېشل شو. په ۱۹۴۹ کال د عربو او اسرائیلو ترمنځ اوربند وشو خو د سولې تړون ونه شو.

په همدې کال کې اسرائیلو بیت المقدس د خپلې پلازمېنې په توګه اعلان کړ، خو نړیوالې ټولنې په رسمیت ونه پېژانده، د بیت المقدس دغې برخې ته لس کاله وروسته اسرائیلو د خپلو دولتي ادارو په لېږدولو پيل وکړ.

په ۱۹۶۷ کال کې اسرائیلو د اردن سیند لوېدیځه تړانګه ختیځ بیت المقدس او زړو ښار ونیو، د ختیځ بیت المقدس ښاروالي یې ړنګه کړه او ټول بیت المقدس ښاروالۍ یې رامنځته او د خپلې خاورې یوه برخه یې وګڼله.

سرائیل د بیت المقدس په اړه د ملګرو ملتونو ټولې پریکړې رد کړې او نړیواله ټولنه د فلسطینیانو په خوا کې ودرېدله. په ۱۹۸۰ د اسرائیلو پارلمان پرېکړه وکړه چې ټول بیت المقدس د اسرائیلو پلازمینه ده، دغې پرېکړې په نړیواله کچه غبرګونونه راوپارول.

په ۱۹۸۷ کال کې د فلسطینیانو لومړی پاڅون وشو، چې تر ۱۹۹۳ پورې یې دوام وکړ. په دې موده کې د فلسطینینانو او اسرائیلو ځواکونو ترمنځ خونړۍ نښتې وشوې.

په ۱۹۹۳ کال کې د اوسلو سولې تړون وشو، په دې سره دواړو لوریو د بیت المقدس پر برخلیک ټاکلو هوکړه وکړه، د همدې تړون له مخې د فلسطین د ځايي ادارې ځینو څانګو ته اجازه ورکړل شوه چې په بیت المقدس کې فعالیت وکړي. د بیت المقدس اوسېدونکو ته هم اجازه ورکړل شوه چې د فلسطین په پارلماني ټاکنو کې برخه واخلي.

له اوسلو تړون وروسته اسرائیل په بیت المقدس کې د یهودو شمېر زیاتولو هڅه وکړه چې په پایله کې یې د یهودیانو شمېر اویا سلنه او د فلسطیانیانو شمېر دېرش سلنې ته ورسېد.

منځني ختیځ کې د امریکا سفارتونو ساتنې ته د سمندري ځواکونو ګومارل

ټرمپ ته د اردوغان خبرداری: قدس "سره کرښه ده"

د انځور حقوق RRODRICKBEILER
Image caption هېڅ دولت قدس د اسرائیلو نه بولي

اسرائیل د بیت المقدس د یو شمېر هغو اوسېدونکو د اوسېدو یا اقامت اسناد لغوه کړل چې له دغه ښار د باندې اوسېدل، ځکه کورونه یې ړنګ شوي وو او حکومت فلسطینیانو ته د نورو کورونو د جوړولو اجازه نه ورکوله.

په ۲۰۰۰ کال کې د لیکود ګوند مشر ارییل شارون جبل هیکل ته د زور امنیتي سرتېرو په ملتیا ورغی دغه پاروونکي ورتګ په فلسطین کې سخت غبرګونونه وپارول.

په ۲۰۰۳ کال کې اسرائیلو سلګونه کیلومتره امنیتي دېوال جوړ کړ چې په وینا یي د فلسطینیانو د بریدونو مخه ونیسي. یو کال وروسته نړیواله محکمې دغه دیوال ناقانونه وباله او پرېکړه یې وکړه چې د اسرائیلو له خوا د ختیځ بیت المقدس نیول ناقانونه عمل دی.