BBC
 شاته

د ټرمپ د پرېکړې پروړاندې د عربانو او نړیوالو توند غبرګونونه

متظاهرون فلسطينيون غاضبون د انځور حقوق AFP

د اسلامي نړۍ او نړیوالې ټولنې ګڼو مشرانو د ټرمپ پر دغه ګام نیوکه کړې چې په وینا یې دداسې تاوتریخوالي لامل به وګرځي چې ډېرې وینې به پکې وبهېږي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا مشر او د جاپان استازي ویلي، دغه شورا اوس د ټرمپ د پرېکړې په اړه بېړنۍ ناسته کوي.

رویټرز خبري اژانس د دیپلوماتانو له خولې ویلي، اتو دولتونو (فرانسې، بولیویا، مصر، ایټالیا، سنیګال، سویډن، بریتانیا او یوروګوای) د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتیریش د امنیت شورا مخکې د خپل دریځ روښانه کولو غوښتنه کړې.

په ورته وخت کې فلسطیني ډلو په یوه ګډه خبرپاڼه کې د پنجشنبې په ورځ لوېدیځه تراډه، غزه او قدس کې د عمومي لاریون غوښتنه کړې چې ودې شي تاوتریخوالی هم پکې رامنځ ته شي.

"ځنډېدلی ګام"

وړاندې ټرمپ ویلي وو قدس یې د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه وپېژانده، چې په وینا یې دا کار په منځني ختیځ کې د سولې د بهیر لپاره "ډېر ځنډول" شوی و .

ټرمپ ټینګار کړی که اسرائیل او فلسطینیان د دولتونو منحل کېدل ومني، نو امریکا به یې ملاتړ وکړي.

نوموړي د امریکا بهرنیو چارو وزیر ته له تل ابیب څخه قدس ته د خپل سفارت د لېږدولو د چمتووالي امر کړی.

فلسطینیان وايي، ختیځ قدس د دوی د راتلونکي حکومت پلازمېنه ده.

غبرګونونه

د انځور حقوق Getty Images

د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس د ټرمپ دا ګام د فلسطینیانو او اسرائیلو ترمنځ د څو لسیزو د سولې له خبرو د امریکا د وتلو په معنا تعبیر کړی.

دی وايي: "قدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه پېژندل د دواړو دولتونو د منحل کېدو فرصت له منځه وړي".

"قدس د فلسطین تلپاتې پلازمېنه ده".

ټرمپ رسماً بیت المقدس د اسراییلو پلازمېنه وپېژاند

ټرمپ ته د اردوغان خبرداری: قدس "سره کرښه ده"

د انځور حقوق AFP
Image caption فلسطینیان قدس د خپل راتلونکي دولت پلازمېنه بولي

د اسلامي مقاومت د حرکت (حماس) مشر ویلي، فلسطیني ولس په داسې ځای کې دی چې ددغې دسیسې منل ورته ګران دي او یوازې له خپلې خاورې او مقدساتو د دفاع غوراوی ورپاتې دی.

سعودي عربستان ویلي، د ټرمپ ددغه ناقانونه او نامسؤولانه ګام پایلې به خطرناکې وي.

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي هم ویلي، دا ګام به په سیمه کې وضعیت لا پسې کړکېچن کړي او په منځني ختیځ کې به د سولې فرصت له منځه یوسي.

عربي ټولنې هم د ټرمپ دا پرېکړه خطرناکه بللې او د سولې خبرو کې یې د امریکا راتلونکی رول مشکوک او ناباوري ګڼلی.

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي ویلي، د ټرمپ دا پرېکړه د نوي پاڅون اشارې لري، خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، امریکا په دې کار سره نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو میثاق تر پښو لاندې کړ.

د انځور حقوق EPA

په ورته وخت کې د اردن پاچا ملک عبدالله ویلي، دا پرېکړه د نړیوال مشروعیت له منځه وړل او د ملګرو ملتونو د میثاق ماتول دي.

د لبنان پاچا میشل عون هم ویلي، د ټرمپ دا پرېکړه د سولې بهیر ګډوډوي، خو د قطر د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د ټرمپ دغه پرېکړه د سولې د هڅو د اعدامولو په معنا ده.

د ملګرو ملتونو یوه ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، موږ تل قدس د یوې وروستۍ مسالې په توګه پېژنو، چې پربنسټ یې د دواړو خواوو ترمنځ د مخامخ خبرو ټکی بولو.

اروپايي ټولنې هم د دواړو دولتونو د منحلېدو پر لور د سولې د خبرو پیلېدل غوښتي، چې وايي د لانجې د هواري لپاره باید قدس د دواړو دولتونو پلازمېنه شي.

منځني ختیځ کې د امریکا سفارتونو ساتنې ته د سمندري ځواکونو ګومارل

ټرمپ به بیت المقدس د اسراییلو د پلازمېنې په توګه وپېژني

د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون د ټرمپ دا پرېکړه اندېښمنوونکې بللې ده.

چین او روسیې هم د ټرمپ د دغې پرېکړې له کبله په سیمه کې د تاوتریخوالي ډېرېدو په اړه وېره ښودلې.

د بریتانیا لومړۍ وزیرې تیریزا مې ویلي، "بریتانیا د ټرمپ له دغې پرېکړې سره موافقه نه ده"، چې په وینا یې "په اسرائیلو کې به د بریتانیا سفارت تل ابیب کې وي او هلته یې د لېږدېدو هېڅ پلان نه شته".