BBC
 شاته

ترکيه کې چاودنه

د ترکیې په جنوب کې د واده د مراسمو پر وخت په یوه چاودنه کې لږ تر لږ ۵۰ کسان وژل شوي او تر ۹۰ زیات کسان ژوبل شوي دي.

دا چاودنه په غازي عينتاب ښار کې شوې دا ښار د سوریې له پولې یوازي ۶۴ کلیومتر لرې دی. ولسمشر اردوګان د "اسلامي دولت" نومې ډلې اورپکي په دې چاودنه پړه بللي دي.