BBC
 شاته

اردوغان: پر واده برید کوونکی ۱۲ یا ۱۴ کلن ماشوم و

Image caption په برید کې شاوخوا سل کسان ټپیان شوي هم دي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په کرد مېشتي غازي عنتاب کې د هغه ځانمرګي برید د پړې ګوته د "اسلامي دولت" نومې ډلې ته نیولې، چې لږترلږه ۵۰ کسان یې ووژل. دی وايي د برید کوونکي عمر ښايي د ۱۲ او ۱۴ کلونو ترمنځ وو.

غازي عنتاب ښار له سوریې سره پر پوله پروت دی.

د ترکیې حکومت دا یو "ترهګریز" برید بللی، چې وايي د ځینو ټپیانو حالت د اندېښنې وړ دی.

برید د کردانو د واده پر مراسمو شوی. د برید پرمهال کوڅې ته نڅا کوونکي راوتلي وو.

برید په داسې سیمه کې شوی، چې د پوهنتونونو ګڼ محصلین پکې اوسېدل او له ماښامنۍ خوړلو وروسته مېلمانه د خوښیو لمانځلو لپاره واټونو ته وتلي وو.

تر اوسه د برید پړه هېڅ کومې ډلې نه ده منلې، خو وړاندې سخت دریځو ډلو په سیمه کې دا ډول بریدونه کړي.

رویټرز خبري اژانس د کردانو ملاتړي ولسي دیموکراټ ګوند یوه سیمه ییز مرستیال مشر محمود توغرول ویلي، واده د یاد ګوند د یوه غړي و.

د واده یوه مېلمه ویلي، واده په خلاصېدو و، چې د چاودنې غږ واورېدل شو.

د بي بي سي یو خبریال سیریف ازلر، چې پلرنی ټاټوبی یې غازي عنتاب دی، وايي "له سوریې سره پر پوله په دې ښار کې شاوخوا ۱٫۵ میلیون کسان اوسېږي، چې اوس پکې سخته وېره خپره شوې ده، خو تر ټولو حیرانوونکې دا ده چې د واده پر مراسمو برید شوی".

غازي عنتاب ښار، چې ډېری اوسېدونکي یې کردان دي، د سوریې له پولې شاوخوا ۶۴ کیلومتره لیرې پروت دی.

د ترکیې ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا د اردوغان له خولې په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي: "د فتح الله ګولن، د کردستان کارګر ګوند او "اسلامي دولت" نومې ډلې ترمنځ هېڅ توپیر نه شته".

د ترکیې مرستیال لومړي وزیر محمد شیمشک دا یو "هجومي برید" بللی دی.

Image copyright Getty

اردوغان وايي: "هغه قوتونه چې د ترکیې په سرټیټولو کې پاتې راغلي، هڅه کوي د توکم او مذهب له لارې په موږ کې بېلتونپالنه وکړي، دولت او ولس به د هېواد د وېشل کېدو ناوړه پلانونه عملي کېدو ته پرې نه ږدي".