BBC
 شاته

چاغوالی نارينه له وخته وړاندې د مرګ له ګواښ سره مخامخوي

Image copyright pa

د زيات وزن او مړينې د تړاو په اړه تر ټولو لويه څېړنه کې موندل شوي چې د چاغو نارينه وو د ژر مړينې وېره د د ښځينو په پرتله ډېره ده.

ساينسپوهان وايي تراوسه د دې علت نه دی روښانه، خو بلخوا له نورو پلټنو څرګندېږي چې د وزن زياتوالي له امله په نارينه وو کې د شکرې ناروغۍ او په ځيګر کې د خطرناکو غوړيو د زياتېدو وېره زياتېږي.

د سياينسپوهانو په وينا په شمالي امريکا او اروپا کې د سګريټو څکولو وروسته چاغوالی د مړينې بل لوی لامل دی.

دغه څېړنه د بريتانيا په روغتيايي مجلې لانسټ کې خپره شوې ده.

د ساينسپوهانو دغې ډلې په نړيواله کچه ۱۸۹ څېړنې راغونډې کړې دي، په دغو څېړنو کې شاوخوا څلور ميليونه خلکو برخه اخيستې.

څېړنه په داسې خلکو ترسره شوې چې وړاندې يې سګريټ نه دي څکولي او نه هم پر کومه اوږدمهاله ناورغۍ اخته وو.

د دې موخه دا وه چې هغه کسان په دغه څېړنه کې شامل نه کړل شي چې د ډېرو سګريټو څکولو يا نورو ناروغيو له امله يې وزن زيات شوی وی.

ساينسپوهانو موندلې چې د چاغوالي له امله د مړينې کچه د پخوا په پرتله ډېره شوې او په نارينه وو کې د چاغوالي او مړينې تر منځ مستقيم تړاو ليدل کېږي.

شمالي امریکا کې د چاغوالي له امله مړینه

نارینه او ښځینه

له ۷۰ کلنۍ وړاندې

  • ۲۹٪ چاغ نارینه

  • ۱۹٪ عادي وزن لرونکي نارینه

  • ۱۴.۶٪ چاغې ښځې

  • ۱۱٪ عادې وزن لرونکي ښځې

د څېړنې له مخې په شمالي امریکا کې له ۷۰ کلنۍ وړاندې د مړينې کچه په چاغو نارينه وو کې ۲۹ سلنه او د عادي وزن خلکو کې ۱۹ سلنه ښودل شوې ده. د شمالي امريکاعادي وزن ښځينوو کې ۱۱ او ډېر وزن کې ۱۴،۶ سلنه دی.

د دغې څېړنې يو ساينسپوه رچرډ پيټو وايي، اروپا او امریکا کې يو پر شپږ له وخت وړاندې مړينه د سګريټ څکولو له امله کېږي، او د سګريټ پرېښودو له امله دوی کولی شي دغه ګواښ نيمی کم کړي.

په اروپا کې چاغوالی د يو پر اووه او شمالي امريکا کې له پنځو يوه کس د مړينې سبب ګرځي.