BBC
 شاته

د ډونالډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین مشر دنده پرېښې

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د جمهوریپال ګوند ډونالډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین مشر پال مانافورډ تر دوه میاشتني فعالیت وروسته له خپلې دندې لاس په سر شوی دی.

ټرمپ د پال مانافورډ د استعفا په اړه د یوې خبرپاڼې له لارې رسنیو ته خبر ورکړی دی.

تر مانافورډ وړاندې د ټرمپ د ټاکنیزو منډو ترړو مشر کوري لیوانډاوسکي و، چې په تېره جولای میاشت کې یې کار پرېښود.

ټرمپ وايي: "نن ګهیځ پال مانافورډ له ټاکنیز فعالیته لاس واخیست، ما یې هم استعفا ومنله".

دی زیاتوي: "زه له ده ډېره مننه کوم چې له موږ سره یې مرسته وکړه چې تر دې ځایه راورسېږو، په تېره بیا هغه د ګوندي ټاکنو او ټاکنیز کمپاین پرمهال زما د ښي مټ په توګه کار وکړ".

۶۷ کلن پال مانافورډ، چې په ستراتيژیکې تګلارې کې پوره تجربه لري، تر یولړ نیوکو لاندې راغلی، ځکه ویل کېږي چې د روسیې ګټو ته پام کوي او د اوکرایین له مخکیني ولسمشر ویکټور یانوکوویچ سره نژدې اړیکي لري.

یانوکوویچ د ۲۰۱۳ کال د نومبر تر کودتا وروسته، چې دده د واکمنۍ پرضد شوې وه، له هېواده وتښتېد.

وړاندې، نیویارک ټایمز ورځپاڼې یوه څېړنه خپره کړې وه، چې د اوکرایین حکومت مانافورډ ته د اوکراییني ولسمشر یانوکوویچ په ګټه د کار کولو له کبله د څه باندې ۱۲ میلیون ډالرو ورکولو ژمنه کړې ده.

خو سم لاسي د نوموړي د استعفا لامل نه دی په ګوته شوی.

له تېرو څو اونیو راهیسې، د ټرمپ پر ټاکنیزو چارو سختې نیوکې کېږي او په امریکا کې یې د مینه والو شمېر په کمېدو دی.