BBC
 شاته

د جرمني کورنیو چارو وزیر پر نقاب قسمي بندیز غوښتی

Image copyright EPA
Image caption د نوموړي دا غوښتنه د پارلمان موافقې ته اړتیا لري چې قانوني بڼه خپله کړي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر توماس دي میزییر پر مخ پټولو یا نقاب د قسمي بندیز لګولو غوښتنه کړې. نوموړي وړاندې ویلي وو پر نقاب بشپړ بندیز له اساسي قانون سره په ټکر کې دی.

دي میزییر ویلي، نقاب د جرمني له روڼ اندې ټولنې سره نه ښايي، چې په وینا یې د ټولنیزې همغږۍ لپاره د مخ لوڅول اړین دي.

دی وايي: "ټول د خپلو مخونو لوڅولو ته هڅوو".

د کورنیو چارو وزیر په ښوونځیو، پوهنتونونو او عامو دفترونو او د موټرچلونې پرمهال د مخ لوڅولو وړاندیز کوي.

د نوموړي دا غوښتنه د پارلمان موافقې ته اړتیا لري چې قانوني بڼه خپله کړي.

په جرمني کې ددې مسلې پر سر واکمن ایتلاف کې اختلافونه دي، په تېره بیا د "اسلامي دولت" نومې ډلې له خوا له بریدونو وروسته ددغه هېواد مشران سره وېشل شوي دي.

دي میزییر وايي: "موږ د بشپړ مخ پټول ردوو، نه یوازې نقاب ردوو بلکې ټول هغه ډولونه یې چې یوازې سترګې ترې ښکاري".

نوموړی وايي "دا کار زموږ له روڼ اندې ټولنې سره ورته نه دی، د مخ لوڅول په اړیکو کې مهم دي. نو ټول هڅوم چې خپل مخونه لوڅ کړي".

د هغه ټینګار دا دی چې "په عامه کارځایونو کې په پټ مخ کار کول ګران کار دی".

په جرمني کې د نقاب اغوستتونکو مېرمنو کره شمېر نه دی معلوم.

په ۲۰۰۹ کال د کډوالو د فدرالي دفتر په یوه څېړنه کې – چې "دیر شپیګل" مجلې خپره کړې وه - ویل شوي وو په جرمني کې درېیمه برخه مسلمانې مېرمنې تر سر پورې خپل مخونه نه پټوي.