BBC
 شاته

د ننګرهار له حصارکه د طالبانو بریدونه شا ته شوي

Image caption څلور کاله کېږي چې حصارک ته ورغلې لارې تړل شوې او حکومت خپل ځواکونه د هوا له لارې پالي.

د افغانستان ختیځ ننګرهار په حصار ک ولسوالۍ د طالبانو بریدونه پر شا شوي. د ننګرهار چارواکي وايي د حصارک ولسوالۍ ځانګړي او کومانډو ځواکونه وررسېدلي او د طالبانو ګڼ جنیالي يې وژلي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼی وايي په جګړه کې د طالبانو لسګونه کسان وژل شوي او ډېر نور ټپیان دي.

نن سهر طالبانو رسنیو ته لیکلي وو، دغه ولسوالي او امنیه قومنداني يې نیولي، خو په حصارک کې د سیمه ییزو پولیسو قومندان منیر همت بي بي سي ته وویل، دواړې ودانۍ د حکومت په ولکه کې دي.

ښاغلی همت وايي، ځانګړي ځواکونه سیمې ته وررسېدلي. نوموړی د طالبانو د جګړه مارو شمېر ډیر لوړ ښيي او وايي که هوايي ځواکونه يې پرله پسې ملاتړ ونه کړي، ولسوالي به هم وبایلي.

دغه چارواکی د خپلو مړو شمېر اته کسه یادوي او وايي تر څلوېښتو امنیتي سرتېري ټپیان شوي، چې نیمايي يې په څرخکو کې جلال اباد ته وړل شوي.

پر دغې ولسوالۍ د تېرې روژې په میاشت کې هم طالبانو چپاو وروړ او نژدې وه، چې د حکومت له لاسه ووځي.

څلور کاله کېږي چې حصارک ته ورغلې لارې تړل شوې او حکومت خپل ځواکونه د هوا له لارې پالي.

دغلته پرله پسې جګړو ولسي ژوند تریخ کړی او ډېرې کورنۍ له حصارکه کډه شوي دي.