BBC
 شاته

پر کالیو د لیکلو انګلیسي جملو په تړاو د ایران تلویزیون خبرداری

Image copyright FARS

نن سبا ایران کې داسې کالي اغوستل دود شوي، چې پرې د انګلیسي ژبې جملې لیکلې شوې وي.

د ایران دولتي رسنیو کې له دې کبله د ناندریو یو توپان راپورته شوی. د ایران دولتي ټلویزیون ' چینل ۲ ' په رپوټ کې د ښځینه وو او نارینه وو د داسې کالیو یادوونه شوې، چې وايي ' لغړ ' ' شیطاني ' او ' مذهب مخالف ' جملې پرې لیکلې شوې.

رپوټ کې ویل شوي، چې خلک داسې کالی اغوندي، چې پرې ' مینه ' ' په سد نه یم ' او ' هېڅ قانون نشته ' غوندې جملې لیکلې شوې.

د ټلویزیوني رپوټ په یوه منظر کې یو سړی لیدل کېږي، چې پر کالیو یې په انګلیسي ژبه لیکل شوي ' فرایډې نایټ ' یعني د جمعې شپه.

تر څه حده د ښځینه وو د هغو کالیو په اړه هم اندېښنه شته، چې پرې لیکل شوي ' کیپ کام ایم کوین ' 'غلي شئ زه ملکه یم '.

څرګنده ده، چې دغه ډول جملې د بریتانیا له ' کیپ کام اینډ کیري ان ' په څېر جملو نه په تاثر لیکلې کېږي، خو ټلویزیون چینل یې په بله معنا اخلي.

دوی وايي کوین یا ملکه یوه عامیانه امریکايي اصطلاح ده، چې ښځو ته ورته نارینه وو لپاره کاروول کېږي.

د رسنیو د دغې توجه له کبه د کالیو پلورونکي خواشیني دي. یوه دکاندار خبریال ته ویلي، چې د دغه ډول کالیو مینه وال ډېر دي، خو نوموړي د دغه ډول کالیو د پریمانه شتوالي پړه پر واردونکې ( مافیا ) واچوله.

د فارس خبري اژانس په رپوټ کې بیا یو شمېر پلورونکو چې نه پوهیدل ویډیويي رپوټ یې چمتو کېږي پر ' محافظه کارانو ' تور پورې کړ، چې له نه خبرې یې خبره جوړه کړې.

ولس بیا د دغې موضوع په اړه یوه خوله نه دی، ځینو د حجاب د اړتیا په اړه د قرانکریم لارښوونه یاده کړې، خو یو شمېر نور بیا وايي ( که د محافظه کارانو خوښه ومنله شي، موږ ټول به یوازې تور رنګه کالي اغوندو.