BBC
 شاته

د افغانستان وتلی ليکوال قتیل خوګیاڼی ومړ

. د انځور حقوق facebook/Abdul.Rauf.Qateel.Khogyani
Image caption قتیل خوګیاڼي ۸۸ کاله عمر وکړ او نږدې نيمه پېړۍ یې خپل ژوند د پښتو ادب خدمت او بډاینه کې تېر ک

د ساپي پښتو څېړنو اوپراختيا نړېوال مرکز پخواني مشر عبدالروف قتيل خوګياڼي پرون ناوخته په کابل کې د ورپېښې ناروغۍ له امله ساه ورکړه.

قتيل خوګیاڼی په ۱۳۰۸ هـ ش کال د ننګرهار ولایت په خوګياڼیو ولسوالۍ کې زيږیدلی و.

قتيل لومړنۍ زده کړې پخپل کلي او دولسم ټولګي سند یې د لغمان له شريعه علوم ترلاسه کړی او د کابل پوهنتون د شرعياتو پوهنځی يې هم دوه کاله لوستلی او بيا پرېښی و.

نوموړي ۸۸ کاله عمر وکړ او نږدې نيمه پېړۍ یې خپل ژوند د پښتو ادب خدمت او بډاینه کې تېر کړ.

* سعدالدین شپون، د یو ځانګړي سبک خاوند لیکوال

* ''د محمد نواز طائر مړینې یوه تشه رامنځته کړې''

* پخوانیو شاعرانو ولې د خپلو مېرمنو ښکلا نه ستایله؟

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مشر اورنګ صميم وايي، قتیل خوګياڼي په هنري او فولکلوري ادبياتو كې لوى لاس درلود او په شاعرۍ او ډرامو كې يې وطنپالنه او انتقادي پله ډېره درنده وه:

"هغه د نثر، شعر، کيسې، ډرامې، تياتر او هم خپله د ممثل په توګه د هنر په بهانه د خپلې ټولنې په وېښولو او راتلونکي ځوان نسل هېوادنۍ مسووليتونو د ژمنتيا يو فکر ورکړي."

ښاغلي صميم زیاتوي، قتيل په ننګرهار کې د فرهنګي او په ځانګړي توګه د نارنج ګل مشاعرې د سرلارو وګاڼه.

ځوان ليکوال او شاعر سعيد شينواری د پښتو ادب کيسې او ډرامې په برخه کې د قتيل خوګياڼي تشه لویه ګڼي:

"قتيل خوګياڼي ښه کيسه او ډرامه ليکوال و، زه کوچنی وم چې د ده نوم مې اورېده او ډېر عمر وت خو بيا هم د قتيل خوږياڼي نوم اورېده، هغه د خپلې ژبې سره ډېره مېنه درلوده او تر اخره یې خپله ژبه وپالـله."

هغه د ښوونکي، څېړونکي، مطبوعاتي مامور، د ګڼو مجلو، جريدو او ورځپاڼو چلوونکی او کتونکی او د هېواد د وخت د هېواد او انيس ورځپاڼو مرستيآل مسوول او په ځېنو ولايتونو کې د وخت د اطلاعاتو او کلتور ادارې چارسمبالی تېر شوی و.

د اروښاد قتیل خوګیاڼي شل افسانې او لس ډرامې چاپ او خپله يې د ممثل په توګه په ګڼو سټيجونو او نندارو کې رول ادا کړی او د خپل وخت مناسبې جايزې يې هم ګټلې وې.

د اروښاد قتيل خوګیاڼي ۷ اثار چې په کې شعر، ناول او لنډې کيسې دي چاپ شوي او د ناچاپو اثارو شمېر نږدې ۲۵ ته رسېږي.