BBC
 شاته

ننګرهار کې داعش له خپلو ۱۵ ملګرو سرونه غوڅ کړي

ارشیف د انځور حقوق IS-K propaganda Video
Image caption تر اوسه داعش ډلې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي

د افغانستان د ختیځ د ننګرهار ولایتي اداره ادعا کوي چې د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې داعش وسله والو د خپلو ۱۵ ملګرو سرونه غوڅ کړي دي.

د ولایتي ادارې ویاند عطاالله خوږګیاڼي بي بي سي ته وویل، پېښه د چهارشنبې په ورځ ماسپښين مهال د اچین ولسوالۍ په مامندرې سرخ اب بازار سيمه کې رامنځته شوې ده:

"داعش وسله والو خپل ۱۵ نور داعش ملګري په بې رحمه ډول وژلي دي."

* "داعش په عراق او سوریه کې ۹۵ سلنه خاوره بایللې ده"

* داعش: کابل کې د جمعيت اسلامي پر غونډې ځانمرگى بريد موږ کړى

* ننګرهار کې د داعش او طالبانو ترمنځ نښتو خلک کډوالۍ ته اړ کړي

د نوموړي په خبره، په وروستیو کې د دولت د وسله والو مخالفانو په لیکو کې خپلمنځي اختلافونه زیات شوي دي.

د ننګرهار د اچین ولسوالۍ یو قومي مشر کمین بي بي سي ته وویل ‎، دوی هم خبر تر لاسه کړی چې داعش وسله والو له خپلو ملګرو سرونه غوڅ کړي:

" د چهارشنبې په ورځ داعش وسله والو خپل ملګري حلال کړي، خو تر اوسه یې لا علت معلوم شوی نه دی. "

خو د ولایتي ادارې ویاند د بي بي سي محفوظ زبېدي ته ویلي و، وژل شویو داعش وسله والو نه غوښتل نوره جګړه وکړي، نو ځکه له ورته برخلیک سره مخامخ شوي دي.

تر اوسه داعش ډلې د خپلو وسله والو د وژلو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

اچین په ننګرهار کې یوه له هغو ولسوالیو ده چې داعش ډلې ترې سر راپورته کړ.

په اچین ولسوالۍ کې د داعش ډلې له سر را پورته کولو وروسته افغان او امریکايي ځواکونو دغه ولسوالي تر هوايي ګوزارونو لاندې نیولې ده.

د روان کال د اپرېل ۱۳مه امریکايي ځواکونو د داعش وسله والو د ځپلو لپاره پر دغه ولسوالۍ ( جي بي یو ۴۳ بي) بم چې د 'ټولو بمونو مور' ګڼل کېږي، وغورځاوه.