BBC
 شاته

جلال اباد کې ځانمرګي بريد

جلال اباد کې يوه ځانمرګي بريد کې اته کسان وژل شوي، او ۱۷ نور ټپيان دي. بريد د ښار لومړۍ ناحيه کې د ښېوې ولسوالۍ سيمه ييزو پوليسو يو پخواني قوماندان کور سره نژدې شوی دی. راپورونه وايي د قربانيانو ډېر يې هغه کسان دي، چې له دندې یې د دغه قوماندان د لرې کېدو پر وړاندې لاريون کاوه. ذبيح الله رحيمزی يې په اړه نور حال راکوي.