BBC
 شاته

پاکستان حافظ سعید خوشی کوي

حافظ سعید د انځور حقوق Getty Images

د پنجاب ایالت د لاهور لوړې محکمې یوې کمېټې د حافظ سعید د خوشي کولو امر کړی. ښاغلی سعید د جماعت الدعوه ډلې مشر دی چې هند يې د ترهګرۍ په ملاتړ تورنوي.

د پاکستان واکمنو ښاغلی سعید د روان عیسوي کال په جنورۍ میاشت کې لومړی د دریو میاشتو لپاره په خپل کور کې نظر بند کړ او وروسته يې دغه موده نوره هم وغځوله.

د ښاغلي سعید د نظربندۍ موده نن شپه پنجشنبه ۱۲ بجې پوره کېږي، چې تر هغه وروسته به نوموړی خوشی شي.

پرون چارشنبه د محکمې یادې کمېټۍ د حکومت دغه خواست رد کړ، چې د حافظ سعید نظربندي دې نوره هم وغځول شي.

یوه حکومتي چارواکي دې کمېټۍ ته ویلي، که ښاغلی سعید خوشی شي، پر دوی به نړیوال بندیزونه ولګېږي، خو یادې کمېټۍ د دې په ځواب کې یاد چارواکي ته ویلي، څه ډول د یوه کس له امله پر ټول هېواد بندیزونه لګېدلی شي؟

د حافظ سعید وکیل اې کې ډوګر له بي بي سي سره خبرو کې وویل، د پاکستان د فدرالي او ایالتي حکومتونو لخوا کمېټۍ ته وړاندي شوي ثبوتونه دومره قوي نه وو، چې د ښاغلي سعيد د نظر بندۍ موده دي يې نوره غځولې وای.

"د حافظ سعید په نظربندۍ سره پاکستان غواړي خپل وګړي د امریکا له بندیزونو وژغوري"

'حافظ سعید افغانستان کې د داعش فعالیتونه اداره کوي'

پاکستان: جماعت الدعوة سیاسي ګوند جوړوي

حافظ سعید د جماعت الدعوه ډلې مشر دی، چې ملګري ملتونه، امریکا او هند يې په رسمي توګه ترهګره ډله بولي.

ملګرو ملتونو په ۲۰۰۸ م عیسوي کال کې د هند په ممبۍ کې تر ترهګریزو بریدونو وروسته دغه ډله د ترهګرو په لیست کې شامله کړه.

ښاعلی سعید د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د وسلوالې ډلې لښکر طیبه موسس بلل کېږي، چې په دې وروستیو کې د ملي مسلم لیګ په نامه یې په پاکستان کې یوه نوې سیاسي ډله جوړه کړه.

د امریکا متحده ایالات وايي، جماعت الدعوه په اصل کې د لشکر طیبه اورپکې ډلې یوه برخه ده او دوی د ښاغلي سعید د نیولو لپاره د لس میلیونه ډالرو جایزې اعلان هم کړی.

متحده ایالات هڅه کوي، چې دغه ملا ونیسي، خو پاکستان وايي، حافظ سعید که په کوم جرم کې ککړ وي، دوی به ورته خپله سزا ورکړي.

ځينې د ښاغلي سعید تر شا د پاکستان استخبارات تورنوي، چې ګواکې هغوی يې پټ ملاتړ کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption حافظ سعید په خپلو ویناو کې برالا د هند تر ولکې لاندې کمشیر د خپلواکۍ غوښتنه کوي.

له ښاغلي سعید سره د هغه څلور نور ملګري هم نظر بند وو، چې وړاندې لا خوشي شوي.

ښاغلی سعید که څه هم خپله دا تورونه ردوي، چې د هند په ممبۍ کې يې د ترهګرۍ برید تر شا لاس و، خو نوموړی په خپلو ویناو کې په څرګنده د هند تر ولکې لاندې کمشیر د خپلواکۍ غوښتنه کوي.