BBC
 شاته

د برتانیا مرستیال دفاع وزیر: د افغان او برتانوي پوځیانو قرباني پایله لري

دغه مراسم لندن کې د افغانستان سفارت کې د چهارشنبې پر ورځ داسې حال کې تر سره شول د انځور حقوق AFG EMBASSY LONDON
Image caption دغه مراسم لندن کې د افغانستان سفارت کې د چهارشنبې پر ورځ داسې حال کې تر سره شول

د برتانیا دفاع مرستیال وزیر مارک لنکسټر په افغانستان کې د امریکا او متحدانو د پوځي شتون غښتلیتا په اړه د خپل هېواد ملاتړ څرګند کړی دی.

نوموړي دغه څرګندونې د هغو برتانوي پوځیانو ستاینې مراسمو کې کړې، چې افغانستان کې یې پوځي خدمت کړی.

دغه مراسم لندن کې د افغانستان سفارت کې د چهارشنبې پر ورځ داسې حال کې تر سره شول، چې یو شمېر برتانوي او افغان پوځي افسرانو هم په کې ګډون کړی و.

نوموړي ویلي، که څه هم افغانستان له یو شمېر ستونزو سره مخامخ دی، خو پوځیان هیله مند دي، هغه وضعیت به بدل کړي چې له دوی سره تړاو لري.

بریتانوي پوځ د افغان جګړې تېروتنې ومنلې

برتانوي پوځيانو د سنګین عملیاتو کې ګډون کړی

نوموړي ویلي له ۴۰ زره ډېرو افغان او له ۴۵۰ ډېرو برتانوي پوځیانو د افغانستان وضعیت ښه کېدو لپاره او له سخت دریځو سره جګړه کې ژوند بایللی، خو په وینا یې د حالت له ښه کېدو سره رڼا لیدل کېږي.

ښاغلي لنکسټر ویلي له دغو نښو نښانو یوه دا ده، چې امریکا او متحدانو یې د افغان ځواکونو د لا ډېر ملاتړ ژمنه کړې.

د انځور حقوق AFG EMBASSY LONDON
Image caption د ناټو په مشرۍ افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د مشر پخواني مرستیال جنرال نیک کارتر هم دغو مراسمو کې خبرې وکړې

د نوموړي په وینا ښې حکومتولۍ برخه کې د افغان حکومت هڅې او په ځانګړې توګه له فساد سره د مبارزې برخه کې د افغانستان هلې ځلې د برتانیا لپاره هیله منونکې دي.

د ناټو په مشرۍ افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د مشر پخواني مرستیال جنرال نیک کارتر هم دغو مراسمو کې وویل، د نوې پوځي ستراتيژۍ پر بنسټ د افغان حکومت نړیوال متحدین به تر هغه مهاله ملاتړ ته دوام ورکړي، چې حالت د مرکزي حکومت په ګټه بدل شي او دا به د پخوا برعکس وي، چې د پوځي ملاتړ لپاره یو زماني جدول په پام کې نیول کېده.

مراسمو ته بلل شوي برتانوي افسرانو د هلمند ولایت په باستین پوځي مرکز کې دنده تر سره کړې.

دغه پوځي مرکز دا وروستیو کلونو کې د افغانستان ډېرو خونړیو جګړو کې ښکېل وو، چې په کې برتانوي پوځیانو ته درانه تلفات اوښتي وو.

د انځور حقوق AFG EMBASSY LONDON
Image caption د برتانیا لپاره د افغانستان سفیر سید طیب جواد هم مراسمو کې له افغانستان سره د برتانیا د همکاري کچې ډېرېدو یادونه وکړه.

د برتانیا لپاره د افغانستان سفیر سید طیب جواد هم مراسمو کې له افغانستان سره د برتانیا د همکاري کچې ډېرېدو یادونه وکړه.

ښاغلي جواد د هغو افغان افسرانو شمېر ډېرېدو ته اشاره وکړه، چې د برتانوي پوځ روزنې په غوره پوځي ادارو کې روزل کېږي.

ښاغلي جواد وویل:

''موږ غواړو دوی ته ووایو، چې افغانان د نړیوالې ټولنې منندوی دي، په ځانګړې توګه د هغو سرتېرو چې افغانستان کې یې له سخت دریځۍ سره جګړه کې قرباني ورکړې. ''