BBC
 شاته

کورنیو چارو وزارت د تبعیضي مکتوب له امله د پولیس چارواکو دندې ځنډولي

. د انځور حقوق facebook
Image caption په هغه رسمي سند کې چې رسنیو ته رسېدلی، پکې راغلي د بلوا ضد پولیسو د نوې ډلګۍ د رامنځته کولو لپاره دې ۵۰۰ نوي افسران له تاجکانو پرته ور معرفي شي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د کابل د عام نظم له قومندانۍ د تبعیضي مکتوب د خپرېدو له امله د دغې قومندانۍ د دوو لوړ پوړو چارواکو دندې ځنډولي او یو بل یې لویې څارنوالۍ ته ور معرفي کړی دی.

د کورنیوچارو وزارت ویاند نصرت الله رحیمي وايي، وروسته له هغه چې د عامه نظم له قومندانۍ، د افغانستان د نافذه قوانینو خلاف مکتوب صادر شو، نو د عامه نظم د قومندان او رییس ارکان دندې ځنډېدلي دي.

د هغه په خبره د عامه نظم د قومندانۍ د پېژند مدیر له دندې ګوښه شوی او لویې څارنوالۍ ته معرفي شوی او د دې مسلې د هر اړخیزې څېړنې لپاره پلاوی ټاکل شوی دی.

تر هغه چې د پلاوي د پلټنې پایلې معلومېږي، نو د عامه نظم د قومندان عبدالفتاح فروغ او د همدې قومندانۍ د رییس ارکان سید احمد علی حسن زاده دندې به په ځوړند حالت کې وي.

ښاغلي رحیمي بي بي سي ته وویل، لومړنۍ موندنې دا دي چې نږدې ورځو کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویس احمد برمک د باور رایې اخیستو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کېږي، " نو دا کار د کورنیو چارو وزارت د نوي مشرتابه د بدنامولو لپاره تر سره شوی دی. "

د تېرې یکشنبې، نومبر ۱۹مه په خواله رسنیو کې د کابل د عامه نظم قومندانۍ ته اړوند د بلوا ضد پولیسو د نوې ډلګۍ د رامنځته کېدو په اړه د یوه مکتوب انځور خپور شو.

په مکتوب کې له مخاطب لوري غوښتل شوي چې د نوې ډلګۍ لپاره له بېلابېلو قومونو ۵۰۰ افسران ور معرفي کړي، خو چې تاجک ملیته کسان پکې نه وي.

د کورنیو چارو وزارت پر خواله رسنیو د دغه مکتوب تر خپرېدو وروسته وویل: " دا مکتوب په سمه بڼه نه دی لیکل شوی. "

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ویلي وو: "په مکتبوب کې باید لیکل شوي وای چې په بلوا ضد ډلګۍ کې تاجک افسران شته خو د قومي توازن د برابرولو لپاره پښتنو، ازبکو او هزاره ګانو ته اړتیا لرو. "

خواله رسنیو ته د یاد مکتوب درز د خواله رسنیو پر کارنو سربېره د لوړپوړو دولتي چارواکو غبرګونونه هم را وپارول.