BBC
 شاته

روسیه، ایران او ترکیه د سوریې د سولې په تړاو کنګره جوړوي

. د انځور حقوق EPA
Image caption پوتین، د سوریې د سولې راتلونکې کنګره به د جینوا د سولې د خبرو اترو د څپرکي بشپړوونکې وي

د روسیې، ترکیې او ایران ولسمشرانو د سوریې د شپږ کلنې کورنۍ جګړې د پای ته رسولو په پار د سولې د کنګرې پر جوړولو هوکړه کړې ده.

په دغه کنګره کې به د بشارالاسد د حکومت استازي او مخالفان ګډون وکړي.

دغه هوکړه د روسیې په سوچي ښار کې د ولاديمیر پوتین، حسن روحاني او رجب طیب اردوغان ترمنځ تر درې اړخیزو خبرو اترو وروسته شوې ده.

د درېواړو هېوادونو ولسمشرانو د سوریې له دولت او مخالفانو غوښتي چې جوړېدونکې کنګره کې رغنده برخه واخلي.

* پوتین د امریکا، سعودي او اسراییل له مشرانو سره پر سوریه وغږېد

* 'ایران سوریه کې پوځي اډه جوړوي'

* سوریه کې له ایراني قومندان سره د یوه افغان جنګیالي وژل کېدل

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په خبره، د سوریې د سولې راتلونکې کنګره به د جینوا د سولې د خبرو اترو د څپرکي بشپړوونکې وي.

ښاغلي پوتین چې له حسن روحاني او رجب طیب اردوغان سره یې په ګډ خبري کنفرانس کې خبرې کولې وویل:

" د سوریې د سولې کنګره به په لومړیو کې د سوریې په راتلونکې سیاسي جوړښت او نوي اساسي قانون را څرخي چې په رڼا کې به یې د ملګرو ملګرو تر نېغې څارنې لاندې د ټاکنو تر سره کېدو ته لاره هواره شي. "

د سوریې د سولې په اړه جوړېدونکې کنګره به د روسیې په سوچي ښار کې جوړه شي، خو د جوړېدو مهال یې په ډاګه شوی نه دی.

په روسیه کې د سوریې د سولې په اړه د ښاغلي پوتین، روحاني او اردوغان هوکړه یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې د سوریې واکمن بشار الاسد په سوچي ښار کې له ولادیمیر پوتین سره ولیدل.

ښاغلي پوتین په دغه لیدنه کې ویلي وو، په سوریه کې پوځي عملیات پای ته په رسېدو دي، خو په دغه هېواد کې د ثبات ټینګښت ته لا لار پاتې ده.

د روسیې ولسمشر له بشارالاسد سره تر لیدنې وروسته له خپل امریکايي سیال ډونلډ ټرمپ او د سعودي او اسراییلو له مشرانو سره هم ټیلیفوني خبرې کړې دي.