پر ځان وېساينه او باور
۱۶ کلنه لېن په لبنان کې اوسېږي خو له ماشومتوبه تر اوسه، د خپل بدن په اړه، دا چې له خپلو نورو همزولو چاغه ده، ځورېږي. دا وايي، په سوداګريزو اعلانونو کې تل ښځې نرۍ او ښکلې وي. له همدې اعلانونو له امله او هم ښوونځي کې يې د بدن په اړه د ملګرو او ټولګيوالو په خبرو تل ځورېده، او وايي ان پر ټولنيزو شبکو يې دې حالت پر رواني روغتیا هم اغېز کړی و. خو اوس دا پېغله نور هم هڅوي چې منفي نظر، په مثبت ډول واړوي.