BBC
 شاته

د زمبابوې نوی مشر لوړه کوي

د زېمبابوې مرستيال ولسمشر اېمرسن منانګاګوا نن وروسته له جنوبي افريقا خپل هېواد ته ستنېږي، او دی به د جمعې پر ورځ د نوي ولسمشر په توګه لوړه کوي.. دی به د رابرټ موګابې ځای نيسي، چې په ۱۹۸۰ کال کې له خپلواکۍ راهيسې د زېمبابوې يوازينی ولسمشر و. د موګابې د واکمنۍ موده د لسيزو مودې په سياسي ځپنو، او اقتصادي ګډوډيو پېژندل شوې، او په زوره يې له واکه لرې کېدا دغه هېواد کې په پراخه لمانځل شوې ده.