BBC
 شاته

په افغانستان کې د درملو ستونزه

د روغتيا نړيوال سازمان افغانستان کې د روغتيا حالت نړۍ کې یو تر ټولو بد بللی دی. يوه ستونزه یې دې هېواد کې چې په وار وار ترې شکايت کېږي، د درملو د څار او کنټرول نشتوالی يا کمزوري ده. افغانستان ته واردېدونکي د نژدې نيم درمل کیفيت او څرنګوالی ناسم بلل شوی، چې په قاچاقي ډول ورواردېږي. ډاکتران هم وايي همدا ستونزه د دې لامل شوې چې یو شمېر خلک د درملنې په موخه نورو هېوادونو ته ولاړ شي. نجما ځلا پرې له کابله راپور لري.