د امریکا پوځي الوتکه له سپرلیو سره سمندر کې لوېدلې
د امریکا پوځ اړونده یوه الوتکه له یوولسو سپرلیو سره یو ځای د جاپان په ختیځ د اوکیناوا په جزیره کې سمندر کې لوېدلې ده.
تر اوسه د الوتکې د لوېدو لامل روښانه نه دی، خو د امریکا د سمندري ځواکونو یوه چارواکي ویلي، الوتکې د فیلپین په اوبو کې د یو ایس ایس رونلډ ریګان الوتک وړونکې بېړۍ پر لور الوت کاوه چې غورځېدلې ده.
د جاپان پوځ وايي، په اوبو کې د ډوبې شوې الوتکې ۸ سپرلۍ یې ژغورلې دي. تر اوسه په الوتکه کې د سپرو کسانو هویت نه دی په ډاګه شوی.
په وروستیو وختونو کې د امریکا سمندري پوځي وسایل په ختیځه اسیا کې له څو پېښو سره مخامخ شوي دي.
په تېره اګسټ میاشت کې د سینګاپور په مالاکا تنګي کې امریکايي بېړۍ له ټانکر سره ټکر وکړ او لس ماڼوګان یې ومړل.
ورپسې په جون میاشت کې د جاپان په ساحل کې هم د امریکا یوه پوځي بېړۍ له بلې باري بېړۍ سره ټکر وکړ چې له امله یې ۷ کسان مړه شول.
* د غورځول شوي اتومبم لېږدوونکې بېړۍ ۷۲ کاله وروسته وموندل شوه