BBC
 شاته

د بوسنیا قصاب، راتکو ملادېچ عمري زنداني شو

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ملګرو ملتونو اړوندې محکمې نوموړی د یوولسو تورنو له ډلې په لسو کې ښکېل بللی دی

د بوسنیايي ځواکونو پخوانی قومندان راتکو ملادېچ چې په ۱۹۹۰ کال کې د مسلمانانو په نسل وژنه او نورو جنایتونو تورن و، په عمري بند محکوم شو.

ښاغلی ملادېچ چې دمګړۍ ۷۴ کلن دی، د بوسنیا د قصاب په نامه پېژندل کېده.

نوموړی د صربرینیکا او سرجیوو د کلابندولو پر مهال د پوځ مشر و چې بوسنیايي مسلمانان یې په ډله ییزه توګه ووژل.

د ملګرو ملتونو اړوندې محکمې نوموړی د یوولسو تورنو له ډلې په لسو کې ښکېل بللی دی.

د ښاغلي ملادېچ په اړه چې محکمې پرېکړه کوله، نوموړی له تالاره ویستل شوی و.

ملادېچ له دې امله د محکمې له انګړه و ایستل شو چې پر قاضیانو په غوسه شوی و.

* د جرمونو نړيواله محکمه د افغان جنګي جرمونو شکایتونو ثبتول غواړي

* نړیواله جنايي محکمه:‌ ښايي امریکايي پوځ افغانستان کې جنګي جرمونه کړي وي

محکمې د ښاغلي ملادېچ د مدافع وکیل هغه غوښتنه ونه منله چې د نوموړي د لوړفشار له امله یې د محکمې د جریان د ځنډېدو غوښتنه کړې وه.

د محکمې د پیل په پړاو کې نوموړي د کامرو پر وړاندې ډېر ډاډه، ارام او ورینی راڅرګند شو.

د محکمې پرېکړه پر ټلوېزیون ژوندۍ خپرېده او په صریبرینیکا کې د قربانیانو او د هغه د خپلوانو له خوا په ځير کتل کېده.

پر دې سربېره د محکمې مخې ته هم درجنونه کسان چې د قربانیانو او نادرکو کسانو عکسونه یې په لاسونو کې وو، راټول شوي وو.

ښاغلی ملادېچ په ۱۹۹۰ کال کې د بوسنیا د صربي ځواکونو قومندان و چې د بوسنیا کراوټ او بوسنایک ځواکونو پر وړاندې یې جګړه کوله.

محکمې موندلې چې ملادېچ په ۱۹۹۵ کال کې په صریبرینیکا کې د ماشومانو او غټانو په ګډون د ۷۰۰۰ کسانو په ټولوژنه کې لاس لري.

دا په اروپا کې له دویمې نړیوالې جګړې را وروسته تر ټولو ستره عام وژنه ګڼل شوې ده.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د قربانیانو کورنۍ د محکمې جریان په ژوندۍ بڼه ګوري
د انځور حقوق Getty Images
Image caption په ۱۹۹۲ کال د جګړې څنډه

د محکمې مشر قاضي (الفونس اوری) د هغو جنایتونو نوملړ ولوست چې د ملادېچ تر مشرۍ لاندې د هغه ځواکونو تر سره کړې دي:

•پر بوسنایک مېرمنو او پېغلو ډله ییز جنسي تېري

•د بوسنایکانو زنداني کول او په بېلابېلو بڼو د هغوی ربړول

•په سراجیوو کې په نښه ویشتونکو ټوپکونو د ملکي کسانو په نښه کول.

•بوسنایکان په زور له خپلو مېنو کډه کولو ته اړول.

•د بوسنایکانو د کورونو او جوماتونو ړنګول

په ۱۹۹۵ کال چې د بوسنیا جګړه پای ته ورسېده ښاغلی ملادېچ له عام محضره ورک او په صربیا کې یې پټ ژوند یې پیل کړ.

نوموړی په ۲۰۱۱ کال کې تر ۱۶ کلونو پټ ژوند وروسته د صربیا د جنوب په یوه کلیوالي سیمه کې د خپل اکا په کور کې وموندل شو.