BBC
 شاته

د جرمونو نړيواله محکمه د افغان جنګي جرمونو شکایتونو ثبتول غواړي

فاتو بن سودا د انځور حقوق Getty Images
Image caption فاتو بن سودا وايي د هغو جرمونو څېړنه به وکړي چې په افغان جګړه کې ښکیلو خواوو کړي دي

د افغانستان د بشري حقونو سازمان وایي، هېواد کې دننه د بشر ضد او جنګي جرمونو قربانیانو ته د شکایتونو د ثبتولو اسانتیاوې نه دي برابرې.

د دغه سازمان په باور، ډېری دغه قربانیان په لرو پرتو سیمو کې اوسي چې ددوی په وینا، نه یې امنیت خوندي دی او نه هم معلوماتي ټکنالوژۍ ته پوره لاسرسی لري.

د جرمونو نړېوالې محکمې څارنوالان داسې فکر کوي چې د سي. آى. اې غړو، امريکايي او افغان ځواکونو، طالبانو او نورو ډلو افغانستان کې د بشر ضد جرمونه کړي چې باید وڅېړل شي.

دغې محکمې قربانیانو ته څه باندې دوه میاشتې وخت ورکړی چې په انلاین بڼه خپل شکایتونه ورسوي. دغه شکایتونه په دري، پښتو، انګلیسي او فرانسوي ژبو ثبتېدای شي.

د افغانستان دبشري حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل دا ګام د بشري حقونو د ټینګښت لپاره ګټور بولي خو وایي، قربانیانو ته ورکړل شوی مهلت کم دی.

د ده په باور قربانیان ډیری نالوسته او په لرو پرتو سیمو کې اوسي چې په انلاین بڼه د شکایتونو د ثبتولو امکانات نه لري.

"د امریکا، افغان پوځ او طالبانو جنګي جرمونه به څېړو"

نړیواله جنايي محکمه:‌ ښايي امریکايي پوځ افغانستان کې جنګي جرمونه کړي وي

افغان حکومت: د جرمونو نړېواله محکمه دې خپل پام پر وسله والو ډلو ټول کړي

د جرمونو نړیوالې محکمې څارنوالې فاتو بن سودا دوه ورځې وړاندې اعلان وکړ چې افغانستان کې له ۲۰۰۳ کاله را په دې خوا شوي بشر ضد جنایتونه باید وڅیړل شي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، قضایي نظام يې د اړوندو مسایلو څېړنې ته کافي دى او له نړېوالې محکمې يې غوښتي چې خپل پام پر وسله والو مخالفو ډلو ورټول کړي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون بیا د جرمونو نړېوالې محکمې د دغه ګام هرکلی کړی او ژمنه یې کړې چې له قربانیانو سره به د شکایتونو د ثبت په بهیر کې مرسته وکړي.

ددې کمیسیون ویاند بلال صدیقي بي بي سي ته وویل، قربانیان باید له شته فرصته ښه ګټه واخلي او اړوندې ادارې یې هم باید په دې موخه کې لاسنیوی وکړي.

ښاغلی صدیقي زیاتوي، دوی هم په تیره یوه نیمه لسیزه کې په مرکز او ولایتونو کې شوي بشر ضد جنایات راټول او مستند کړي، خو د شمیر په اړه یې څه نه وایي.

په قصدي ډول د ملکیانو وژل، وسله والې نښتې، د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د ماشومانو ښکیلتیا، خپل سري زندانونه او په توقیف خونو کې ربړونه د ثبت شویو سرغړونو له ډلې دي.

د بشري حقونو کمیسیون او افغان حکومت د جنایت ډیره ملامتیا پر وسله والو مخالفو ډلو اچوي، خو طالبانو بیا ویلي، د دوی کړنې د اصولو له مخې د بشر ضد جنایت نه ګڼل کېږي.

د جرمونو نړېوالې محکمې ویلي، افغانستان کې اوس شرایط دې ته چمتو شوي چې بشر ضد جرمونه په کې وڅیړل شي، خو معلومه نه ده چې دغه محکمه به امریکایي ځواکونه، د سي. ای. اې غړي او د افغان حکومت په اډانه کې هغه چارواکي او زورواکي چې په بشري سرغړونو تورن دي، څه وخت محاکمه کړي.

د جرمونو نړیواله محکمه چې مرکز یې په هالنؤ کې دی په ۲۰۰۲ کال کې د نسل وژنې، بشر ضد جنایتونو او جنګي جرمونو شکایتونو د څېړلو لپاره رامنځته شوه چې افغانستان یې هم په ۲۰۰۳ کې غړیتوب واخیست.

یاده محکمه په څلورو حالتونو کې لاس په کار کېدای شي:

  1. کله چې یو غړی هېواد پخپله خوښه د جنګي جرمونو یا بشرضد جنایتونو اړوند پېښو څېړل محکمې ته وسپاري.
  2. کله چې یو هېواد - د محکمې غړی نه وي - په یوه مشخصه پېښه کې د محکمې صلاحیت په رسمیت وپېژني او د جنګي جرمونو یا بشرضد جنایتونو قضیه ورته وسپاري.
  3. پخپله محکمه هم کار په لاس کېدای شي، په تېره بیا کله چې حقیقي افراد یا نا دولتي بنسټونه شکایتونه وروسپاري.
  4. کله چې امنیت شورا یوه پېښه محکمې ته راجع کړي، لکه د سودان دارفور کې عمر البشیر دوسیه.