BBC
 شاته

مصرۍ سندرغاړې د "فحشا خپرولو" په تور نیول شوې

د انځور حقوق copyrightSHYMA

مصري سندرغاړې په ویډیویي موسیقي کې د کالیو پر ځای د زېرجامې د اغوستلو او د داسې خوځېدا له امله چې تېراېستونکې او پاروونکې بلل شوې یوه اونۍ بندي شوه.

د مصر پولیسو د نومبر پر ۱۸ د شیما احمد په نوم دا سندرغاړې نیولې ده.

۲۵ کلنه شیما احمد په هنرۍ نړۍ کې په شیما پېژندل کېږي.

د زه ستونزې لرم ویډیويي سندره یې چې د شهواني عشق منځپانګه لري په مصر کې د ځینې خلکو غوسه پارولې ده.

* پاکستانۍ سندرغاړې کرېکټ کې د ښځو مساوي حقونه غواړي

* د اریانا سعید کنسرت کېږي، خو ځای یې بدل شوی دی

مصر تر ډېره دودپالې ټولنه بلل کېږي.

شیما احمد له هغو کسانو بښنه غوښتې چې دا ویډیو یې نامناسبه بللې ده.

هغې په یوه فیسبوکي تبصره کې چې وروسته پاکه شوې لیکلي و: فکر مې نه کاوه چې داسې پېښه به وشي او زه به له هر لوري له سختو بریدونو سره مخ شي.

په دې ویډیو کې سندرغاړې له یو شمېر ځوانانو سره په یوه ټولګي کې لیدل کېږي.

هغه د درس په دغه ټولګي کې د تورې تختې مخ ته ولاړه ده چې پر لیکلي " Class #۶۹" .

دا په پاروونکي ډول مڼه، کیله او چېپس خوري.

د انځور حقوق YT

دا صحنه د سندرغاړې له هغه انځور سره مونتاژ شوی چې زېرجامه یې په تن ده.

د مصري رسنیو د رپوټ له مخې د شیما له نیول کېدو دوه ورځې وروسته لویې څارنوالۍ د هغې د بند موده تر یوې اونۍ اوږده کړه.

د رپوټ له مخې د ویډیو د لارښود جلبولو امر هم شوی دی.

تېر کال هم د مصر محکومو یوه نڅاګره د ویډیويي کلېپونو له لارې "د فحشا خپرولو" په جرم په شپږ میاشتني بند محکومه کړه.