BBC
 شاته

پوتین د امریکا، سعودي او اسراییل له مشرانو سره پر سوریه وغږېد

د انځور حقوق AFP
Image caption ولادیمیر پوتین او بشار اسد.

د روسیې ولسمشر د سې شنبې په شپه د سوریې له ولسمشر سره تر پټڼې لیدنې وروسته د امریکا، سعودي عربستان او اسراییل په ګډون د مختلفو هېوادونو له مشرانو سره ټلېفوني خبرې وکړې.

روسیه په سوریه کې د سولې هڅه کوي. په عراق او سوریه کې د "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې له وروستۍ ماتې وروسته داسې ښکاري چې دا هڅې نوی رنګ اخلي.

د رپوټونو له مخې له دغو مشرانو سره د ولادیمیر پوتین خبرې پر سوره څرخېدې، خو څو ځایه پکې ایران او نور هېوادونه هم یاد شول.

* 'ایران سوریه کې پوځي اډه جوړوي'

* د سعودي او ایران سړه جګړه کومې خواته ځي؟

د اسراییلو د لومړي وزیر دفتر یوې سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي د ښاغلي نتنیاهو او ولادیمیر پوتین خبرې نیمه ګړۍ شوې چې یوه مهمه برخه یې ایران و.

ویل کېږي په دې خبرو کې ښاغلي نتنیاهو په سوریه کې د ایران له ځواکمنېدلو اندېښنه ښودلې او هغه یې د خپل هېواد امنیت ته سرخوږی بللی دی.

د روسیې ولسمشر د سعودي عربستان له پاچا ملک سلمان سره هم خبرې کړې.

د چهارشنبې په ورځ به ښاغلی پوتین د ایران او سوریې د ولسمشرانو کوربه وي.

پوتین د اسد له ژمنو ټرمپ خبر کړ

ر د انځور حقوق AFP
Image caption ویل کيږي بشار اسد څلور ساعته په روسیه کې و.

خو د روسیې د ولسمشر تر ټولو اوږدې ټیلیفوني خبرې له امریکايي سیال سره وې.

داسې خبرې چې نژدې یوه ګړۍ اوږدې شوې او تر ډېره پر اوکراین او سوریه ټولې وې.

د روسیې حکومت وايي ښاغلي پوتین امریکايي سیال ته ویلي چې بشار اسد اساسي قانون کې سمون او د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنو له کولو سره هوکړه کړې ده.

سپینې ماڼۍ هم په بیان کې لیکلي چې دواړو مشرانو د سوریې د کورنۍ لانجې حللار د ملګرو ملتونو هڅې بللې چې په جنیوا بهیر پېژندلی شي.

* ویلادیمیر پوتین او ډونلډ ټرمپ د 'اړیکو رغول غواړي'

* ټرمپ او پوتین به د سوریې په تړاو سره ګډ کار وکړای شي؟

دوی ټینګار کړی چې باید د سوریې ځمکنۍ بشپړتیا خوندي او دغه هېواد ټیکاو ولري.

د روسیې تلوېزون د ولادیمیر پوتین او بشار اسد د درې ساعته لیدنې د رپوت په یوه برخه کې وايي، ښاغلي پوتین ویلي:

"پر ترهګرۍ د بریالیتوب لپاره لا هم اوږده لار پاتې ده، خو د سوریې په تړاو په دې مبارزه کې زموږ ګډ کار پورې تړلې خبره دا ده چې پوځي عملیات پای ته نژدې کېږي".

د ملګرو ملتونو په مشرۍ خبرې

د انځور حقوق Reuters

د روسیې او امریکا ولسمشرانو په سوریه کې پر اوربند ټینګولو هم خبرې کړې دي.

دوی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۲۵۴ پرېکړه لیک ته ژمنتیا ضروري بللې ده چې وايي، سوریه کې ښکېل اړخونه باید په جګړه کې ایسارو خلکو ته د مرستې رسولو په پار وسلې پر ځمکه کېږدي.

دواړو مشرانو له داعش سره پر مبارزه یووالی ښودلی او ویلي یې دي چې له دې او نورو ترهګرو ډلو سره د مبارزې لپاره باید دوه اړخیزه همکاري وشي.

د شمالي کوریا په تړاو هم ولادیمیر پوتین او ډونلډ ټرمپ پر داسې لارو خبرې کړې چې له مخې یې د پیونګ یانګ اټومي پروګرام کنټرول شي.

ښاغلي ټرمپ له ولادیمیر پوتین سره تر خبرو وروسته ویلي ډېرې ښې خبرې وې.

د دواړو مشرانو له خبرو وروسته د امریکا او روسیې بهرنیو چارو وزیرانو هم خپلمنځي ټیلېفوني خبرې کړې دي.