BBC
 شاته

د غزې برخلیک په اړه خبرې

راتلونکې اوونۍ لسګونه فلسطینۍ ډلې په قاهره کې سره ګوري چې، په غزه کې، د ادارې په اړه خبرې وکړي. دا تېر لس کلونه د غزې واک له حماس سره و خو تېره میاشت حماس له منځلارې، فتح، ډلې سره پخلا شو او تړون یې سره وکړ. له دې سره اوس د غزې واک فلسطینۍ ادارۍ ته لېږدول کېږي. هغوی نړیواله ټولنه په رسمیت پېژني. اسراییل او مصر، پر غزې د امنیتي دلایلو له امله بندیزونه لګولي دي.